Monday, July 11, 2016

ډاکټر یوسف نورستانی په هسپانیه کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانى مشر احمد يوسف نورستانی په هسپانيه کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو. ولسمشر محمداشرف غني په دې اړه د روانې مياشتې په ١٩مه حکم صادر کړى دى.  په حکم کې راغلي، چې د احمد یوسف نورستاني تجاربو ته په کتو نوموړی په مادرید کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.  احمد يوسف نورستاني د روان کال د وري په لومړيو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له رياسته استعفا کړې وه.

 ولسمشر هم له دې امله چې نورستانی د افغانستان سياسي اوضاع درک کړې، له هغه مننه کړې او استعفاى يې منظوره کړې وه. - Read More at the spogmairadi

0 Comments:

Post a Comment

<< Home