Monday, July 11, 2016

د ډاکټر عبدالقیوم کوچي لنډه پیژندنه : | زمـــــــــا پـکـتــیـــکا

ډاکټر کوچي د ارواښاد جنرال عبدالغنی خان احمدزی ځوی دي چې د لوګر د والیت د سرخاب په کلی کی زیږ یدلی دي . ډاکټر کوچی په کابل کې دحبیبیی د عالی ښونځی او بیا د سیاسی علومو په څانګې کې دکابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځې څخه فارغ شوې دي.

ډاکتر کوچي د ارواښاد ملت بابا ظاهر شاه او بیا د شهید داودخان په واکمنۍ کې د دباندنیوو چارو په وزارت کې پنځلس کاله د یوه مسلکی دپلومات په توګه هم په وطن کې اوهم پّه بهرنیو هیوادونو کې دندی تر سره کړې دی . ډاکټر کوچی د باندنیو چارو د وزارت لخوا دلوړو ذدکړو دپاره اروپا ته واستول شوو . ډاکټر کوچی په اروپا کې بریالی شو چې خپله ماستری په ادبیاتو او بیا دوکتورا په ډبلوماسی او سیاسی علومو کې تر السه کړی . ډاکتر کوچی په انګلیسی او روسی ژبو بشپړ مهارت لری . ډاکتر کوچی په پښتو، دری او انګلیسی ژوبو ډیرې سیاسی او ټولنیزې لیکنی کړی چې په بیال بیلو مجلو او جرایدو کې خپرې شوی دی . دډاکتر کوچی یو مشهور اثر د ) سیاسی ستونزی او زما نظر( تر عنوان الندی په څلورسوو او پنځوسو پاڼو کی څو کاله دمخه خپور شوي دي . داکتاب د افغان د نوی نسلونو دپاره چې د هیواد پرسیاسی او ټولنیزو ستونزو پوه شی یوه په زړه پوری منبع ده او همدا وجه ده چې دا کتاب څو ځلی چاپ شوی دی . داکتاب د امریکې دګانګرس په کتابتون او د افغانستان په مشهورو کتابتونو کې مودجود دی

ډاکټر کوچې اوسمهال د افغانستان د جمهوری ریاست دولسمشر د مشاور وزیر اوخاص او فوق العاده استازی په توګه همکاری کوی.

 ډاکټر کوچي یو سیاسی او ټولنیزشحصیت دی چی د خپل ولس او ملی ګټو د خوندی کولو دپاره مبارزه کوی  - Read More.

Search Results

0 Comments:

Post a Comment

<< Home