Wednesday, May 14, 2014

له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي دامریکايي عسکرو دپام وړ حضور --- دافغانستان او پاکستان له پاره دواشنگټن ځانگړي استازي په ټوکیو کې ویلي دي چې په روان کال کې به په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو دشمیر دراکمیدو سره سره، په دغه هیواد کې دامریکا په مشرۍ پوځي حضور دپام وړ وي. دافغانستان او پاکستان له پاره دمتحده ایالاتو ځانگړي استازي جیمز دوبینز، دا خبره پیشبیني کړې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزی چې کاري موده یې پای ته رسیږي له خپل نفوذ څخه کار اخیستلو ته ادامه ورکړي. -- جیمز دوبینز دسه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال دمی ۱۳) دجاپان په پلازمینه توکیو کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دراایستلو پر پلان باندي «لا هم غور کوي.» جیمز دوبینز، چې توکیو ته یې دافغانستان دملاتړ په تړاو په ترسره کیدونکو خبرو اترو کې دگډون په موخه سفر کړی دی ویلي دي: «موږ هیله من یوو چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به په افغانستان کې دپاتېدونکو عسکرو ددقیق شمیر په هکله پریکړه وکړو. نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «زه فکر کوم چې موږ او متحدین به مو داوسني شمیر په پرتله په کوچني شمیر کې دمشاورتي ماموریت ادامې ته چمتو یوو.» -- اوس هم په افغانستان کي دامریکا په مشرۍ دناټو شاوخوا ۵۱ زره عسکر میشته دي او په پام کې ده چې دروان میلادي کال ددسمبر مياشتي تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي او دطالبانو پرضد اوږدې او دلگښته ډکي جگړې ته دپای ټکی کښیږدي. داسې فکر کیږي، چې امریکا متحده ایالات به خپل لږ شمیر عسکر دافغان ځواکونو دروزلو او دترهگرۍ ضد مبارزې له پاره په دغه هیواد کې پریږدي، خو هغوی له ډیري مودې راهیسې دکابل او واشنگټن ترمنځ ددوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک ته په انتظار دي. دولسمشر کرزي له خوا دیو شمیر اعتراضونو تر راپورته کېدو وروسته ددغه تړون لاسلیکیدل ځنډیدلي دي. -- سپینه ماڼۍ وایي چې تر اوسه پوري ولسمشر بارک اوباما په دې اړه پریکړه کړې نه ده چې دافغانستان دکمې تجربې درلودونکي پوځ دروزلو له پاره په څه تعداد عسکر په افغانستان کې پریږدي. دوبینز دافغانستان دولسمشریزو ټاکنو دپایلو په اړه له واندويني څخه ډډه وکړه او یوازي يې دومره وویل چې دا به «اوږه په اوږه سیالي» وي. په پام کې ده چې افغانستان دولسمشریزو ټاکنو دلومړي پړاو دنتایجو اعلان دچهارشنبې په ورځ وکړي. داسې اټکل کیږي چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله، او دنړیوال بانک پخوانی اقتصاد پوه ډاکټر اشرف غني احمدزی به د ټاکنو دوهم پړاو ته ووځي. -- دوبینز په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې دحامد کرزي تر دورې وروسته، ټاکني ددغه هیواد دبقا له پاره خورا مهمې دي. هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه: «لومړی خنډ ټاکني دي. تر اوسه هر څه سم دي، خو دهیڅ شي تضمین کیدای نه شي.» هر څوک چې ددغه ټاکنو گټونکی شي نو دکرزي د ۱۳ کلنۍ دورې او دمتحده ایالاتو په مشرۍ دطالبانو پرضد جگړې تر ختمیدو وروسته به دنوي دور واکمني کوي. خو ددوبینز دوړاند ويني له مخې، له دې سره سره چې دحامد کرزي کاري دوره پای ته رسیږي، هغه يعني کرزی به له خپل سیاسي نفوذ څخه گټي اخيستلو ته ادامه ورکړي: «هغه به تر ټاکنو وروسته یو بانفوذه سیاسي څیره وي او زه فکر نه کوم چې اړتيا ته په کتو سره دې دا یو بد کار وي.» - دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home