Tuesday, May 13, 2014

له سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره دتحول او تداوم خبرې --- دولسمشرۍ دکاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې له نورو کاندیدانو او ځینو اغیزمنو سیاسي څېرو سره یې خبرې پیل کړي دي -- داشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم سرچینو نن وویل چې دولسمشرۍ له کاندید عبدالرب رسول سیاف، احمد ضیا مسعود او دولسمشر کرزي له وروڼو سره یې خبرې پیل کړي دي -- تردې مخکې په تېرو څو ورځو کې دولسمشرۍ دوو کاندیدانو ګل اغا شیرزي او زلمي رسول دولسمشرۍ دانتخاباتو په دوهم پړاو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ. خو دزلمي رسول لومړی مرستیال احمد ضیا مسعود دښاغلي غني له ټیم سره په خبرو بوخت دی -- دعبدالله عبدالله پلویانو له ښاغلي مسعوده غوښتي چې د پنجشېریانو په منځ کې درز جوړ نه کړي، که دعبدالله ملاتړ نه کوي نو لږترلږه دې د اشرف غني احمدزي ننګه نه کوي. دتحول او تداوم سرچینې وايي چې ژر به له ښاغلیو سیاف او مسعود سره د دوی خبرې نتیجې ته ورسیږي. -- دولسمشر کرزي ورور محمود کرزي هم ویلي چې له دواړو مخکښو کاندیدانو سره یې خبرې کړي خو داشرف غني احمدزي اقتصادي پروګرامونه ورته ښه ښکاره شوي دي. له عبدالرب رسول سیاف سره د دواړو کاندیدانو استازو څو څو ځلي سره خبرې کړي دي. وړمه ورځ محمد محقق د سیاف کور ته ورغلی و او له نوموړي څخه یې یوځل بیا وغوښتل چې د عبدالله ملاتړ وکړي. -- ناتایید شوي راپورونه وايي چې سیاف تر دې مخکې معلم عطا او دښاغلي عبدالله نورو ملګرو ته ویلي چې که د اشرف غني احمدزي ملاتړ ونه کړي دعبدالله ملاتړ به هیڅکله ونه کړي ځکه چې عبدالله او قانوني دولسي جرګې په دواړو دورو کې دده له ریاست سره مخالفت وکړ، حال دا چې ده (سیاف) دحکمتیار او طالبانو پرضد په جګړده کې دنظار شورا ننګه کړې وه. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home