Wednesday, April 23, 2014

ليکوال: استاد پوهيالى رباني وحدت -- ولسمشرکرزى هڅه کوي چې د ډاکتر اشرف غني دبرياليتوب مخه ونيسي --- ولسمشرحامدکرزي د١٣٩٣ لمريزکال دوري د١٦ نيټې په ولسمشريزو او دولايتي شورا په ټاکنوکې داسې رول ولوبوه چې ډيرو افغانانويې تمه نه درلوده اودخپلې نسبتاً اوږدې ولسمشريزې دورې په وروستيوشپو او ورځوکې يې په افغاني ټولنه کې خپل درنښت ته دروند زيان ورساوه. که څه هم کرزي په وار وار ويلي چې ده او حکومت به يې په ټاکنوکې بې طرفه وي خو په خپله ژمنه کې رښتيني نه وو او دپردې ترشا په پخپله کرزي او دحکومت يوشمېر کارکوونکو په پراخه کچه دځينو نوماندانو په ځانګړي ډول دډاکټرزلمي رسول او ډاکترعبدالله په ګټه په ټاکنوکې لاسوهنه وکړه. -- سره له دې کرزې پدې پوهيدو چې زياتره افغانان ددوکتور غني له طرحو اوپلانونو څخه ملاتړ کوي خوپه خپل ټول توان اوځواک يې هڅه وکړه چې ددوکتور غني دبرياليتوب مخه ونيسي او په ټاکنوکې دډاکټرزلمي رسول څخه په پټه کلک ملاتړ وکړ ترڅو ترڅو ډاکټرزلمى رسول ديوسمبول په توګه دولسمشرى په چوکى کينوي او په غيرمستقيم ډول يوځل بيا دهيواد دچارو واګي په خپل لاس کې واخلي خو دده دتمې برخلاف زلمي رسول په ټاکنو کې کوم ټل ونه وهه (توره يې ونه کړه) يوازې دومره يې وکړل چې په لومړي پړاو کې يې ددوکتور غني دبرليتوب مخه ډب کړه. ځکه له ټاکنو وروسته څرګنده شوه چې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله ترټولو ډير رايې خپلې کړيدي اوډاکټرزلمى رسول په دريمه درجه کې قرار لري. خو داسې اټکل کيږي چې شايد په لومړي پړاو کې يو نوماند هم پنځوس جمع يو رايې پوره نه کړي او ټاکنې ددوو مخکښو نوماندانو يانې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ دوهم پړاو ته لاړې شي. -- له ټاکنو وروسته ډاکټرعبدالله له بې بي سي سره په خپله لومړنى مرکه کې وويل چې دټاکنو ددوهم پړاو پرځاى بايد جوړ جاړى وشي خو دوکتور غني دجوړجاړي او ايتلافي حکومت سره مخالفت وښود. داچې ولې دوکتور اشرف غني دجوړجاړي اوايتلافي حکومت مخالفت کوي او دټاکنو ددوهم پړاو پلوي دى؟ بېلابېل لاملونه لري چې يوڅويې په لاندې ډول دي. --- ١- دوکتور اشرف غني غواړي چې خدمت وکړي نه حکومت خوډاکټرعبدالله يوازې دحکومت کولو وږي دي نه دخدمت ځکه چې دوي پخوا ازمايل شوي او په عمل کې يې په ډاکه کړيده چې دافغانستان لپار ددوي نسخې ګټورې نه وې. --- ٢- دوکتور غني پدې پوهيږي چې ايتلافي حکومت دافغانستان په خير اوګټه نه دى، تاريخ په ثبوت رسولي چې ايتلافي حکومت ډيرى وخت دتصميمونو په نيولو او پلي کيدو کې دستونزو سره مخامخ کيږي ځکه چې هلته بیلابیلې سليقې، ليدلورې اوپاليسى پالل کيږي نو دوکتورغني دا ډول ايتلافي حکومت دخپلو وړاندې شويو پلانونو دفرماندهى اوسازماندهى پروړاندې خنډ اوګواښ بولي او نه غواړي چې خپل لاسونه په خپله وتړي. --- ٣ - دوکتوراشرف عني دا درک کړيده چې ولس بدلون غواړي دهمدې مثبت بدلون په تمه ولس دده ملاتړکړى، دابدلون هغه مهال شوني دى چې په حکومت کې داسې کسان راټول کړي چې ملي ګټو او ارزښتونوته ژمن وي، دملت دسرلوړى دهيواد دپرمختګ لپاره کاروکړي، دپلانونو په پلي کيدوکې ورسره مرسته وکړي دډاکټر عبدالله او دکرزي يو شمیر مفسد وزيران په څیر کسان يې په حکومت کې نه وي. --- ٤ - دوکتور اشرف غني پدې پوهيږي چې په دوهم پړاو کې ډاکټرعبدالله ته په اسانى سره ماتي ورکولاى شي ځکه په تيرو ټاکنوکې دپښتانو رايې داتو (٨) نوماندانوترمنځ ويشل شوى وې، اوپه دوهم پړاو کې به دپاتې شپږو نوماندانو پلويان چې اکثريت يې پښتانه دي هغې رايه ورکوي. --- داچې دکرزي لومړى پلان ناکام شو نو اوس هڅه کوي چې دجوړجاړي او ايتلاف له لارې په راتلونکي حکومت کې خپل موقف او اغيز وساتي اوپه دوکتور غني فشار راوړي ترڅو جوړجاړي او دايتلافي حکومتجوړولو ته غاړه کيږدي. ځکه کرزي په دې پوهيږي چې که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي نو دوکتور غني يې حتماً ګټي، که دوکتورغني ولسمشرشي نودده مصلحت پالنې او معامله کولوسياست ته به دپاى ټکى کيږدي. اوکرزى نه غواړي چې له ده په پرتله په هيواد کې يو ځواکمن او پياوړى حکومت او ولسمشر رامنځته شي. په همدې موخه يې دټاکنو دلومړنيو قسمي پايلو په ښودلو سره غني ته سيګنال ورکړترڅو په خپله پريکړه له سره غور وکړي خو غني دغره په څېر په خپله پريکړه ټينګ ولاړدى نو درايو ددوهم ځل دقسمي پايل په ښودلوسره يې دلومړي په پرتله نږدې څلور برابره ځواکمن سيګنال ورکړ، ترڅو دوکتور غني له خپل دريځ څخه تيرشي. -- دټاکنو نننى پايلو داغلان څخه وروسته چې ډاکټرعبدالله نږدې ددکتور غني په پرتله ١٢سلنه وړاندې دى په افغانانو کې دکرزي په اړه بېلابېل شکونه پيدا کړيدي ځکه هغې په خپله ولسمشريزه دوره کې دشوراى نظار او پنجشيريانو څخه دولتي امتيازات، لوړ اوکليدي پوستونه، لوړ او درنه القاب نه دي سپمولي. او هروخت يې خپله وفاداري په عمل کې ورته ښودلې، خلک ويره لرې چې خداى مه کړه کرزى دخپلو شخصي موخو لپاره يوځل بيا دا ځوريدلى اوکړيدلى ملت او جنګ ځپلى هيواد دهمدې کسانوپه واک کې ورکړي او دخلکو هيلې په ناهيلى بدلى کړي. -- دخوست پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو پوهنځى استاد - هندوستان پلازمينه ډهلى - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home