Tuesday, April 22, 2014

ګارډین: دګوانتانامو دزندانیانو برخلیک به څه وي؟ --- بریتانوي ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې دناټو په مشری دنړېوالو ځواکونو دمحارب ماموریت له پای ته رسیدو سره دګوانتانامو دزندان دبندیانو دبرخلیک او امریکایي کریسچین سیاینس مونیتور ورځپاڼې هم ددغې جګړې دافغان ژباړونکو دبرخلیک پر مسالو لیکنې خپرې کړي دي. -- ګارډین لیکي، په ډسمبر میاشت کې چې کله بارک اوباما او دهغه دناټو متحدین رسما په افغانستان کې محارب ماموریت پای ته رسوي، امریکایي چارواکو داسې نښې ښودلي، چې ګومان نه کیږي، دګوانتانامو دزندان بندیان به چې دامریکا داوږدې جګړې په جریان کې نیول شوي، خوشې شي. --دورځپاڼې په وینا داوباما دادارې وروستی کورنی بحث هم پر همدې مسالې څرخیده چې په نتیجه کې یې دامریکا دزندانونو دراتلونکې پالیسۍ په اړه پراخ بحث راپورته شو. -- دګارډین ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم، په افغانستان کې داکثرو زندانونو مسولیت اوس افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی خو دشاوخوا پنځوسو بندیانو سرنوشت چې دبهرنیو هېوادونو اتباع دي، تراوسه دامریکا په لاس کې دی. دا نه ده څرګنده چې له ډسمبر میاشتې وروسته به ددغو بندیانو برخلیک څه کیږي. -- پردې سربیره دامریکا تر ولکې لاندې په ګوانتانامو زندان کې هم تراوسه پورې ۱۵۴ بندیان ساتل کیږي چې ۱۴ یې افغانان دي. -- دورځپاڼې په وینا یو شمېر دغه افغان بندیان چې دالقاعده دغړیتوب شک پرې نه کیږي بلکه دطالبانو په شک یا ورسره دتړلو ډلو سره دتړاو په تور نیول شوي، هغه ډله بندیان دي چې په ډسمبر کې دامریکا دجګړې له پای ته رسیدو سره نور به رسما دا هېواد دهغوی له لوري سره په جګړه کې ښکیل نه وي. -- ګارډین لیکي، دلږ تر لږه پنځو تنو د خوشې کیدو مساله په هغې معامله کې مطرح شوې ده چې له طالبانو سره دیواځیني برمته شوي امریکایي عسکر باو بیرګدال دخوشې کیدو په بدل کې له ګوانتانامو څخه دخوشې کیدو لپاره په پام کې نیول شوې وه. -- یو شمېر وکیلانو او پخوانیو امریکایي چارواکو ګارډین ته ویلي، چې په افغانستان کې دامریکا دجګړې له پای ته رسیدو سره سم دغه ۱۴ بندیان هم باید خوشې شي. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home