Tuesday, April 22, 2014

تاند - -د ثور دکودتا یو اصلي عامل ومړ --- دشهید سردار محمد داوود خان دروغتون سرچینو نن /سې شنبه/ وویل چې دافغانستان ددفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالقادر دورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. -- جنرال عبدالقادر په کابل کې دسردار داوود خان په روغتون کې له یوې مودې راهیسې بستر و. -- جنرال قادر په ۱۳۵۲ لمریز کال د ثور په اوومه د سردار محمد داوود د حکومت پرضد په کودتا کې اساسي رول لوبولی و. ده هغه وخت پر ارګ بمونه غورځولي وو. د ثور له کودتا وروسته دفاع وزیر وګومارل شو خو څو میاشتې وروسته د کودتا په تور بندي او شل میاشتې یې په پلچرخي کې تېرې کړې. خو د شوروي پوځونو له یرغله وروسته له زندانه راوایستل شو او بېرته دفاع وزیر وټاکل شو. -- په ۱۹۸۶ م کال په پولنډ کې سفیر شو او دډاکتر نجیب الله دواکمنۍ په مهال دوطن ګوند دمرکزي کمېټې غړی شو. جنرال قادر دهرات دغوریان ولسوالي او دخلق ددیموکراتیک ګوند د پرچم د ډلې غړی و. -- ده حربي ښوونځي لوستی و او بیا یې په حربي پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشړې کړې وې او پېلوټې یې دپخواني شوروي اتحاد په قرغیزستان کې زده کړې وه. دببرک کارمل دواکمنۍ پر مهال دی د دفاع وزیر شو. -- جنرال قادر ته ډېر خلک په دې بد وايي چې په هغه مصیبت کې یې اساسي رول لوبولی چې تراوسه پوري افغانان ورڅخه ځورېږي. -- خو ده تېر کال په یوه مرکه کې وویل:«څه چې مې کړي له هغه پښېمانه نه یم. دثور انقلاب دافغانستان په ټولنه کې لوی بدلون و خو توندلاري او ډلبازي سبب شوه چې دانقلاب په وجه تحولات بل لور ته مخه کړي.» -- دثور په کودتا کې داوود خان دخپلې کورنۍ له ډېرو غړیو سزره ووژل شو او وروسته په لسګونو زره تعلیم یافته افغانان په دې خاطر بندیان او په ظالمانه ډول ووژل شول چې د خلق او پرچم دغړیو په شان یې فکر نه کاوه.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home