Thursday, March 27, 2014

د جمهوري ریاست د دلکشا او د کوټي باغچې ماڼۍ له بیا رغونې وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوې --- د جمهوري ریاست د دلکشا او د کوټي باغچې د ماڼیو د بیا رغونې چارې چې له څو کلونو را په دیخوا پیل شوې وې بشپړې او دغه ماڼۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دلکشا ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې د ارګ د بڼ په منځ کې جوړه شوې چې د ارګ له ښکلو او د لیدلو وړ ماڼیو څخه ګڼل کیږي. په دغه ماڼۍ کې د افغانستان د بېلابېلو شاهانو، په تېره بیا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو میلمنو د هرکلي مراسم، رسمي لیدنې کتنې او مهمې شاهي میلمستیاوې ترسره کېدې. په ځینو وختونوکې د پاچا د کار دفتر هم په همدې ماڼۍ کې و. -- دغه ماڼۍ په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې چې د کابینې د غونډو، د ملاقاتونو، د ډوډۍ خوړلو او د انتظار خونې لري چې په زړه پورې میناتوري او نقاشي پکې شوې ده. د دلکشا د ماڼۍ په دننه کې دومره تزئیني شیان، فرشونه او قیمتي تابلوګانې کارول شوي دي چې کولاشي د افغانستان د سلطنت د برم او عظمت نماینده ګي وکړيدغه ماڼۍ په جګړوکې زیانمنه شوې وه چې د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ په نوې دوره کې بیا و رغول شوه. --- همدا راز کوټي باغچه د ارګ بله لومړنۍ داخلي ودانۍ ده چې د جوړولو کار یې په ۱۳۰۴ هجري قمري کال کې بشپړ شو. دغه ماڼۍ په دوو پوړونوکې شاوخوا په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په دایروي شکل جوړه شوې ده.۱۵ وړې، منځنۍ او لویې خونې لري چې په شاهي نظام کې سردار عبدالولي پکې ژوند کولو.دغه ماڼۍ په خپل منځ کې د ګنبدې په څېر دایروي د هلیز لري چې چت او او برنډه یې په زړه وړونکې میناتورۍ ښکلې کړای شوې ده چې محمد علي خان یې انځورونه کښلي دي.د کوټي باغچې ماڼۍ له یوې برخې څخه یو وخت د موزیم کار هم اخیستل شوی دی. په ۱۳۰۳ کال کې د کابل موزیم له باغ بالا څخه شاهي ارګ ته را ولېږدول شو او شپږ کاله په کوټي باغچه کې پاتې شو.دغه ماڼۍ هم له بیا رغونې وروسته په دې وروستیوکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. -- More, at: http://graanafghanistan.com/?p=124368

0 Comments:

Post a Comment

<< Home