Wednesday, March 26, 2014

امريکايي څېړنې: افغانستان به دلېتيم سعودي عربستان وي --- دامريکايي ځواکونو له وتلوسره، امريکايانو افغانستان ته د مېنرالونو ډېر با ارزښته مالومات دډالۍ په توګه وسپارل. د(آيل پرايس) په نامه امريکايي وېب پاڼه ليکي، چې کېدای شي افغانستان دلېتيم د باارزښته زېرمو له برکته د ليتيم پر سعودي عربستان بدل شي او يا هم په بد حالت کې د کانګو په څېر د شخړو په ميدان واوړي. -- دسرچينې په حواله دروانې مياشتې په پيل کې د امريکې جيالوجيکو څېړنو کابل ته دافغانستان دکابو ۷۰ سلنې خاورې مېنرالي نقشه او د لوړ کيفيت تصويرونه وسپارل. خو له دغو زېرمو څخه د ګټې لپاره افغانستان امنيت، زېربنايي بنسټونو او تقنيني ملاتړ ته اړتيا لري. -- په ۲۰۱۰ کال کې امريکايي جيالوجېستانو د افغانستان د ليتيم، اوسپنې او مسو زېرمې دزر ميليارد ډالرو په ارزښت اټکل کړې. داسې اټکل کېږي چې افغانستان دلېتيمو يوه ډېره لويه ناسپړل شوې زېرمه لري. لېتيم چې يو پوست فلز دی، د لېتيم آيون او لېتيم پوليمر بټريو په جوړولو کې کارول کېږي، چې دغو بټريوته په هر برېښنايي څېز کې له برېښنايي موټرو څخه نيولې تر کمپيوټر او سمارټ فون پورې اړتيا ده. -- دپنتاګون مېمو په حواله ښايي افغانستان د لېتيم په سعودي عربستان بدل شي، چې دا به دلېتيمو اوسنی مخکښ هېواد يعنې بولويا دلېتيمو تر ټولو لوی صادروونکي هېواد په توګه وننګوي. -- داسې اټکل کېږي چې ښايي په راتلونکې کې دلېتيمو بيه له دوه چنده څخه هم لوړه شي، ځکه چې دا فلز د صنعت په لومړيتوبونو کې راځي. - روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home