Wednesday, March 26, 2014

افغانستان او تاجکستان دهمکارۍ پنځه موافقې لاسلیک کړې --- دافغانستان او تاجکستان حکومتونو په بېلابېلو برخو کې دهمکارۍ پنځه موافقت نامې او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. ولسمشر حامد کرزي چې پرون دتاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کولې وویل، چې تاجکستان په تیرو دولسو کلونو کې دافغانستان ښه ملګری پاته شوی. امام علي رحمان هم وویل، چې له افغانستان سره به د بهرنیو ځواکونو دوتلو په درشل کې خپلې همکارۍ په بیلابیلو برخو کې پراخې کړي. -- دافغانستان او تاجکستان ترمنځ لاسلیک شوې پنځه موافقې ددوه اړخیزو همکاریو، ګمرکونو، فرهنګ او پانګونې دتشویق په برخه کې دي. دغه موافقت نامې دچهارشنبې په ورځ دافغان او تاجکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوې او وروسته بیا ددواړو هیوادونو ولسمشرانو په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې وکړې. ولسمشر حامد کرزي وویل، چې له خپل تاجکستاني سیال سره یې ددوه اړخیزو همکاریو دپراختیا ترڅنګ په نورو مسایلو هم خبرې وکړې: ″موږ په خپل ملاقات کې دسیمې او نړۍ په وضعیت نظرونه سره شریک کړل، ځینې نظرونه مو سره ورته وو، ددې ترڅنګ مو ددواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا، سوداګرۍ، اقتصاد، تګ راتګ، مواصلاتو، ریل پټلۍ او سیاسي برخو خبرې وکړې، دافغانستان او تاجکستان اړیکې په تیرو دولسو کلونو کې ډیرې پياوړې شوي.″ -- کابل ته دتاجکستان دولسمشر دسفر هدف دنوروز په جشن کې ګډون کول دي چې ټآکل شوې دپنجشنبې په ورځ دسیمې هیوادونو دځینو چارواکو په ګډون په ارګ ماڼۍ کې جوړ شي. دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به دبریښنا، ریلۍ پټلۍ او نورو اقتصادي برخو کې همکاري کوي. ښاغلي رحمان وویل، له افغانستان سره ددوی اړیکې دښه نیت په اساس بنآ دي او هڅه به وکړي چې دبهرنیو ځواکونو دوتلو په درشل کې خپلې همکارۍ نورې هم زیاتی کړي. -- نوموړي وویل، که چیرې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي، له شک پرته چې د سیمې په هیوادونو کې هم حالات ښه کیږي: ″له افغانستانه په نږدې وخت کې دایتلافي ځواکونو دوتلو شرایطو ته په کتو، موږ په امنیتي پوځي او سرحدي برخه کې په همکارۍ ټینګار وکړ، دتاجکستان جمهوریت دافغانستان ثبات، امنیت او پرمختګ دسیمې دامنیت، ثبات او پرمختګ لامل ګڼي .″ -- دافغانستان او تاجکستان ترمنځ دهمکاریو دغه پنځه موافقې او یوه اعلامیه په داسې حال کې لاسلیکیږي چې افغانستان هیله لري تاجکستان له لارې له چین سره ترانزیتي لاره پیدا کړي. دکاسا هزار په نوم دبریښنا دغځولو یوه پروژه بیا دقرغزستان او تاجکستان هیوادونو څخه دافغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي. افغان څیړونکي بیا وایي چې دمنځنۍ آسیا هیوادونو سره داقتصادي اړیکو او ترانزیتي لارو پراختیا دهیواد داقتصادي پیاوړتیا او ثبات لامل کیږي. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home