Wednesday, April 08, 2015

taand - حکومت: په زرګونو ملایان دنظام پر ضد تبلیغات کوي

دلومړي ځل لپاره دملي یووالي دحکومت یوه چارواکي ومنله چې ډېر شمیر ملایان دنظام پر ضد تبلیغات کوي او په دې کار یي دخلکو په اذهانو کې ددولت پر وړاندي کرکه او انزجار رامنخ ته کړی دی. دحج او اوقافو وزیر فیض محمد عثمانی دغه څرګندونې په کابل کې له یو خصوصي ټلویزیوني چینل سره دمرکې پر مهال کړي دي. ښاغلي عثماني دحکومت او ګڼ شمیر ملاامامانو او دجوماتونو دخطیبانو ترمنځ موجود واټن دولس په زیان وبلل او زیاته یي کړه چې ددغه واټن دله مینځه وړلو او یا لږ تر لږه کمولو لپاره باید له ټولو ممکنه وسایلو کار واخلي.

دحج او اوقافو وزارت دشمیرو له مخي دمګړۍ په ملک کې له ۱۵۰ تر ۱۶۰ زرو پوري جوماتونه شته چې اکثریت يي له حکومت سره تړاو نه لري. دښاغلي عثماني په وینا له دوی سره شاوخوا ۳۷۰۰ جوماتونه ثبت دي او پاتي نور چې شمیر یې تر ۱۵۰ زرو اوړي له حکومت سره نه رسمیت لري او نه هم په حکومتی دیتابیس او داصلاحاتو په سیستم کې شامل شوي دي. جوماتونه او منبرونه په افغانستان کې دتبلیغ عمده مرکزونه بلل کیږي او په تیرو څو لسیزو کې یې په سیاستونو پوره اغیز درلودلی دی. دحج او اوقاو وزیر وايي چې تراوسه پوري په دقیقه توګه نه ده معلومه چې څوک ملا، څوک موذن او څوک خادم دی، ځکه هر کس دملا په نامه په خپله ګټه تبلیغ کوي او دخپلو شخصي ګټو لپاره حتي په ځینو مواردو کې دکلام الله ایتونه هم تحریفوي.

دملایانو او جوماتونو داصلاح په اړه وروسته ترهغه حکومت دنویو ګامونو داخیستلو ژمنه کوي چې څه موده دمخه دکابل دشاه دو شمشیره جومات مخته یوه ښځه ووهل شوه او وروسته دجومات دیوه ملا چې ویل کیږي خلکو ته به یي تعویضونه هم لیکل په وینا دیو شمیر کسانو له لوري په وهلو وهلو ووژل شوه. دوزیر په وینا دشاه دوشمشیره دملا په څیر هر ملا چې سپینه پګړۍ وتړي ملا نه دی او دی به هڅه وکړي چې ټول جوماتونه له فرصت طلبو ملایانو پاک کړي. نوموړی وايي چې یو شمیر ملایان په اوس وخت کې دځان له ویرې حقیقت نه شي ویلای او دا لامل دی چې په ډیرو سیمو کې خلک په تاریکۍ کې قرار لري.

دښاغلي عثماني په وینا حکومت ژمن دی چې ټول جوماتونه د حج او وقافو وزارت په ډیتابیس کې شامل کړي. نوموړی وایي، ملایانو ته به دمعاشونو کچه داوسنۍ هغې په پرتله ور لوړه کړي ځکه اوس مهال له دوی سره دثبت شویو ملایانو لپاره په میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغانیو پوري تنخواه ورکول کیږي چې دا پیسې د دوی دژواندانه داړتیاوو لپاره کفایت نه کوي.  Read More

 حکومت: په زرګونو ملایان د نظام پر ضد

0 Comments:

Post a Comment

<< Home