Thursday, February 26, 2015

په نورستان کې د واورې ښوئيدنې له امله ديوې کورنۍ يوولس تنه غړي ووژل شول - باختر

په نورستان ولايت کې د واورې ښوئيدنې له امله د يوې کورنۍ ١١ تنه غړي ووژل شول 
د دغې پيښې په قربانيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه کسان په منډول ولسوالۍ کې په خپل کورکې تر واورې لاندې شول او د دوى د ژغورنې لپاره د سيمې د خلکو هلوځلوکومه نتيجه ورنه کړه.
د نورستان ولايت سرپرست حافظ عبدالقيوم له باختر آژانس سره په اړيکه کې د واورې ښوئيدنې له امله د يوې کورنۍ د يوولسو تنو غړو وژل کيدل تاييدکړل.

ده وويل چې د سيمې خلکو د ځينو قربانيانو مړي له واورې څخه را ايستلي دي.

له بلې خوا هم واوره ښوئيدنه د واورې او باران پر له پسې اورښتونه او سيلاوونه د دغه ختيځ ولايت په ځينوسيموکې د لارو د تړل کيدو او د خلکو د کورونو او د کروندو د ويجاړتيا سبب شوي دي.
په همدې حال کې له نورستان څخه زموږ خبريال خبر راکړ چې مصيبت ځپلې کسان بيړنيو بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لري، خو تر اوسه پورې له دوى سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې.

په همدې حال کې په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په سلګونوکورنۍ د نورستان په بېلابېلو سيموکې چې کورونه يې د واورې ښوئيدنې او د سيلاوونو د راوتلو له امله ويجاړ شوي دي؛ جوماتونو، ښوونځيو او د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي دي.

د نورستان ولايت سرپرست وايي چې سيمه ييزه اداره له اړوکسانو سره د مرستې  توان نه لري.
ده له مرکزي دولت او مرستندويوبنسټونو څخه وغوښتل چې ډير ژر دې دوروستيو پيښو له امله له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته وکړي.

د نورستان ولايت د غرني والي او د زياتو درو او غونډيو د شتون په دليل د ژمي په موسم کې اوسيدونکو ته يې ستونزې پيداکوي.
د ژمي په موسم کې د نورستان ولايت زياتره مواصلاتي لارې  د ترافيکو پرمخ تړلې کيږي او مصيبت ځپلوکسانو ته د درملو، د ژغورنې د ټيمونو او د خوراکي توکو ليږدونه ناشونې کيږي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home