Thursday, December 25, 2014

نوازشریف: نور به چا ته اجازه ورنه کړو چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي

د پاکستان صدراعظم نوازشریف وايي، که یاغیانو د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد برید وکړ یا یې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروله پاکستان به سخت چلند ورسره وکړي.

نوازشریف  د پاکستان له سیاسي مشرانو او د پوځ له جګپوړو چارواکو سره په غونډه کې همداراز وویل، پوره ډاډه دی چې افغانستان به هم هیڅ ډله پرېنږدي چې د دغه هیواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

نوازشریف د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو عملیات وستایل او هغه یې نېک اقدام وباله.

ده وویل:«پاکستان به نور هیڅکله په خپيله خاوره کې ترهګر ونه زغمي، که د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخیستل شي، موږ به یې پرضد کلک اقدام وکړو، په عین حال کې که په افغانستان کې داسي وشي، دوی (افغانان) به په ورته ډول چلند وکړي. کابل ته د لوی درستیز جنرال راحیل شریف له سفره وروسته افغانستان په خپله خوا کې د سخت دریځو پر ضد عملیات پیل کړل.»

څرګنده نه ده چې د نوازشریف اشاره د کونړ د دانګام ولسوالۍ عملیاتو ته وه که د افغانستان امنیتي ځواکونو نور عملیات پیل کړي دي.

د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته پاکستان د سخت دریځو په وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راوستی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښور د دسمبر د شپاړسمې نېټې حمله د دوی لپاره د د سپټمیر د یوولسمې حمله وه یعني هغسي چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې امریکا بدله کړه د دسمبر د شپاړسمې نېټې برید پاکستان بدل کړی دی.  More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home