Sunday, July 06, 2014

سناتور لیون: که ابتدایي پایلي اعلان نه شوې په دوشنبه به قسمي پایلي اعلان شي --- امریکایي سناتور کار لیون د جولای په ۶ یعنی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره وکتل او بیا یې د امریکا په سفارت کې مازدیګر مهال خبریالانو ته وویل چې د دوشنبه په ورځ به یا ابتدایي رایي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړي او یا به هم قسمي پایلي اعلان شي. -- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تیرې چهارشنبه په ورځ د ابتدایي نتیجو اعلان وځنډاوه او اعلان یې وکړ چې د ۱۹۳۰ محلونو رایي بیا له سره شمیرې چې له دې کبله به ابتدایي نتیجې د جولای په اوومه اعلان کړي. همدغه کمیسیون تر دې مخکې قسمي پایلي ځنډولې وې چې بیا اعلان نه شوې. -- د یکشنبه په ورځ د اصلاحاتو او همپالني د انتخاباتي ټیم مشرانو خبرداری ورکړ چې د دوي په وینا د پاکو او ناپاکو راییو تر بیلتون مخکې د نتیجو اعلان به خطرناکه عواقب ولری. عبدالله عبدالله چې په خبرې غونډې کې خبرې کولې ولسمشر کرزی او د هغه والیان تورن کړل چې په انتخاباتو کې یې درغلیو ته لاره هواره کړې ده. عبدالله خبرداری ورکړ که نتیجې اعلان شي مسوولیت به یې بیا د دوی پر غاړه نه وي. د عبدالله د ټیم بل غړي امرالله صالح هم په خپل فیسبوک پاڼه کې ورته خبرداری ورکړی او د بلخ د والي عطا محمد نور په وینا هم د ګواښونو خبرونه خپاره شوې دي. د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني هم اندیښنه ښوولې ده. -- امریکایي سناتور لیون بیا په کابل کې وویل چې دواړو کاندیدانو ده ته ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو نتیجې به ومني. سناتور لیون وویل، که چیرته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ابتدایي نتیجې اعلان نه کړي او قسمي نتیجې اعلان کړي، علت به یې دقت او بیا تفتیش وي. -- سناتور لیون بیا وویل چې امریکا د افغانستان په انتخاباتو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې او نه یې هم کوي. -- دا په څو ورځو کې دوهم ځل دی چې امریکایي سناتوران له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره ګوري. تر سناتور لیون مخکې سناتور جان مککین او سناتور ګراهام په کابل کې له دواړو کاندیدانو سره کتلي وو او په هغه کتنه کې هم افغان کاندیدانو دا خبره کړې وه چې پاکي رایي دې له ناپاکو بیلې شي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home