Monday, April 28, 2014

دثور اتمه دمجاهدینو بریا او ناخوالې --- له اوس نه دوه ویشت کاله مخکې دثور په اتمه نیټه په افغانستان کې دډاکټر نجیب الله کمونست پلوه حکومت ړنګ او مجاهدین بریالي شول. مجاهدینو له څوارلس کاله جګړو، تلفاتو او دډیرو ستونزو نه وروسته کابل ونیوه. که څه هم دثور اتمه په افغانستان کې دمجاهدینو دبریا ورځ ده خو په کابل کې دمجاهدینو دخپل منځیو جګړو له امله دې ورځې ته هم لکه څنګه چې لازمه ده ټول خلک په ښه سترګه نه ګوري. -- خلک او ان سیاسي څیړونکي وایي، چې په ۱۳۷۱ لمریزکال کې دډاکټرنجیب الله دحکومت له نسکوریدو وروسته یو شمېر جهادي مشرانو دواک دترلاسه کولو پر سر په کابل کې سخت جنګونه وکړل. له اوس نه دوه ویشت کاله مخکې مجاهدینو دصبغت الله مجددي په مشرۍ اسلامي دولت رامنځ ته کړ او له څو میاشتو وروسته له ښاغلي مجددي نه برهان الدین رباني ددولت مشري ترلاسه کړه او جنګونه پیل شول. په کابل کې دمجاهدینو ترمنځ د خپل منځیو جګړو په ترڅ کې کابل په کنډوالو بدل شو او لسګونه زره ملکي وګړي مړه او ټپیان شول. -- دثور اتمه یا دمجاهدینو دبریالیتوب ورځ په لومړیو کلونو کې دځانګړو جشنونونو او پوځي مراسمو په ترڅ کې ددولتي چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو په حضور کې په کابل او ځینو ولایتونو کې نماځل کیده. خو کله چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې وسله والو مخالفانو په کابل کې پر دې مراسمو حمله وکړه له هغې وروسته یوازې دارګ په انګړ کې دا ورځ په مختصرو مراسمو کې نمانځل کیږي. یو شمېر پخواني جهادي مشران سره له دې چې دا ورځ تاریخي او له ویاړه ډکه بولي خو وایي، چې جدي ستونزې او ناخوالې یې هم رامنځ ته کړې. --- دسیاسي مسایلوڅیړونکي دافغانستان شپږدیرش کلنې کشالې اوستونزې ته په پام وایی چې په دې هیواد کې د حل یوازینې لارسیاسي روغه جوړه اوسوله ده. ددوی په باور که چیرې په افغانستان کې ښکیلې خواوې له تیرو تجربونه سمه استفاده ونکړي نواوسنۍ جګړه به همداسې روانه وي لکه چې دثور داومې له خونړۍ کودتا پیل او دثورتراتمې اوله هغې وروسته تراوسه یې دوام کړی. - More, دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home