.د اشرف غني احمدزي ۶۵ کلن ژوند --- ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ کال په روانو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو په ډله کې دی. -- اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزی زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريز کال د غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي. -- اشرف غني په قوم پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان سویلي ولایت لوګر دی. لوړې زده کړې یې په لبنان او امریکا کې ترسره کړي دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونو کې استاد پاتې شوی. -- لومړنۍ ماسټري یې د سياسي علومو په څانگه کې، دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه کې او درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کې کړې ده. -- تر دې وروسته يې د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده. -- د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و. -- د بهرنۍ تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني احمدزى په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ. -- ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې تیر کړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هیواد ته راستون شو. -- د راتګ په لومړیو شپو ورځو کې د ملګرو ملتونو له ټیم سره په کار بوخت و، بیا له ولسمشر حامد کرزي سره په موقت حکومت کې یو ځای شو. -- له دې وروسته دی د افغانستان په کابینه کې د مالې د وزیر په توګه وګومارل شو. -- نوموړی د ولسمشر کرزي په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د بهير مشر وټاکل شو. -- ښاغلي غني د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، خو چانس ورسره ياري ونه کړه.-- اشرف غني د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جنبش د ګوند مشرعبدالرشید دوستم او د افغانستان د عدليې پخوانی وزیر سرور دانش خپل مرستيالان غوره کړي دي. -- اشرف غني د ریاستي نظام پلوی او ساتونکی دی. -- د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره علمي تګلارې لري، خو نوموړی وایي افغانستان له دوه لویو ګواښونو چې يو يې د امنيت او بل يې د تلپاتې سولې نشتوالی دي مخامخ دی. -- ښاغلی غني وايي دا يې د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې دي - BBC, at: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/04/140426_as_ashrafghani_profile.shtml
0 Comments:
Post a Comment
<< Home