Saturday, March 29, 2014

دکرزي دکورنۍ یو شمېر غړیو داشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ --- دافغانستان دولسمشر ورور شاه ولي کرزي نن په کندهار کې دولسمشرۍ له کاندید اشرف غني احمدزي سره ملاتړ اعلان کړ. -- شاه ولي کرزي وروسته له دې داشرف غني احمدزي ننګه وکړه چې دده د تره زامنو حشمت کرزي او حکمت کرزي دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ. -- تر دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي یوه بل ورور قیوم کرزي، چې په خپله د ولسمشرۍ کاندید و، د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و. -- دځینو کتونکو په وینا له اشرف غني احمدزي څخه دشاه ولي کرزي، حشمت کرزي او حکمت کرزي ملاتړ هغه هڅې شنډوي چې ځینو کړیو په کندهار کې دغلجیو او درانیو ترمنځ داختلاف درامنځته کولو لپاره کولې. -- ډاکتر احمدزي د جمعې په ورځ په کندهار کې په یوه لویه ولسي غونډه کې له ګډونه وروسته له شاه ولي کرزي سره وکتل. -- دکندهار دخلکو ملاتړ، چې دافغانستان په تاریخ کې تل برخلیک ټاکونکی و، د اشرف غني او نورو کاندیدانو لپاره خورا اهمیت لري. -- له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره دشاه ولي کرزي او د نوموړي د کورنۍ د نورو غړیو ننګه نړیوالو رسنیو منجمله وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې دولسمشر کرزي په کور نۍ کې د درز نښه بللې ده. -- وال ستریټ ژورنال په عین حال کې داشرف غني او دده دپلویانو له قوله ویلي چې دکندهار دپولیسو چارواکو دډاکتر غني ډېری پلویان پرې نښودل چې په کندهار کې دجمعې دورځې په لویه غونډه کې ګډون وکړي. - More, تاند - at: http://www.taand.com/archives/22439

0 Comments:

Post a Comment

<< Home