Friday, March 28, 2014

تاند -- د کابل حمله د پنځو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېده --- د کابل د ۱۱ قول ادرو قومندان قلم شاه شهیم اعلان وکړ چې د کابل په کارته سې کې پر یوه مېلمستون برید، چې یوې امریکايي مرستندویې موسسې ورڅخه کار اخیست، د پنځو حمله کوونکو له وژلو سره پای ته ورسېد. ده وویل چې په دې برید کې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، یو افغان ماشوم هم وژل شوی دی. -- قلم شاه شهیم وویل چې ټول حمله کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ووژل شول. -- قومندان شهیم وویل، لومړی د ودانۍ مخته موټر بمي چاودنه وکړه، څلور نور ودانۍ ته ننوتل، درو یې ځانونه والوزول او یو د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو. -- ده دا هم وویل چې په مېلمستون کې څلور بند پاتې شوي بهرنیان ژوندي دي او د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ښاغلي سالنګي هم تایید کړه چې پنځه واړه بریدګر له منځه وړل شوي خو مخکې تر دې چې پنځم ځانمرګی ووژل شي یوه ماشومه افغان نجلۍ ووژل شوه. ده ونه ویل چې ماشومه نجلۍ د چا په ډزو ووژل شوه. -- په کابل کې د امریکا سفارت په ټویټر کې ویلي پر روټس اف پیس یا د سولې ریښې موسسې برید غندلی، ویلي یې دي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له ملاتړه برخمنه ده. -- د امریکا سفارت ویلي چې سخت دریځو په داسي موسسه برید کړی چې یوازې یې له افغانانو سره د هغوی د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوله. -- په مېلمستون کې له بهرنیو مرستندویانو سره د هغوی ښځې او ماشومان هم اوسېدل. - More, at: http://www.taand.com/archives/22366

0 Comments:

Post a Comment

<< Home