Friday, March 28, 2014

ایساف: په افغان جګړه کې پاتې پوځي تجهیزات پاکستان ته نه ورکوو --- دناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو پرون په ډاګه کړه چې دروان کال په پای کې دنړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دافغانستان له جګړې پاتې پوځي تجهیزات پاکستان ته ورنه کړي. له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې و چې ګنې امریکايي ځواکونه غواړي، خپل ځینې پوځي تجهیزات چې امریکا ته بېرته وړل یې ګران پرېوځي، پاکستان ته ورکړي. دې راپورونو یو شمېر افغانان اندېښمن کړي وو، خو په دې اړه دایساف په بیان کې راغلي دي چې دامریکا پوځ داسې کوم پلان نه لري. ایساف مخکې ویلي وو، چې خپل اضافي پوځي تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته ځکه نه ورکوي چې دا ځواکونه دهغو دکارولو لپاره لازم ظرفیتونه نه لري. -- سوال دا دی چې که دا تجهیزات نه افغانستان ته ورکول کېږي، نه پاکستان ته نو څه ورسره کېږي؟ په دې اړه مو هڅه وکړه چې په کابل کې دایساف ځواکونو دویندویانو نظر واخلو، خو دوی په دې اړه له خبرو ډډه وکړه او یوازې دبیان په خپرولو یې اکتفا وکړه. -- دایساف په بیان کې نه دي ویل شوي چې دامریکا پوځ به له خپلو اضافي تجهیزاتو سره څه کوي، بېرته به یې امریکا یا دسیمې کوم بل هېواد ته وړي او که به دافغان امنیتي ځواکونو دپیاوړي کولو لپاره افغانستان ته ورکړل شي. دافغان امنیتي ځواکونو، په تېره دهوايي برخې پیاوړي کول هغه موضوع ده چې څارونکي او دپوځي چارو کارپوهان په پرله پسې ډول ټینګار پرې کوي، وايي چې ښايي افغان پلي ځواکونه له هوايي مرستې پرته ونشي کولای ددښمن دحملو مقابله وکړي. -- دایساف په بیان کې دنړیوالو ځواکونو دعمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ له قوله راغلي چې دی وايي، له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره دامریکا په ژمنوکې بدلون نه دی راغلی. ښاغلي ډنفورډ افغان ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي، دوی په تېرو نهو میاشتو کې ثابته کړه چې دولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دراروانو انتخاباتو دامنیت ټینګولو لپاره بشپړ چمتووالی لري. ایساف وايي، په تېرو نژدې دولسو کلونو کې له افغان ځواکونو سره څه باندې درې پنځوس میلیارد ډالر مرستې شوي چې ۱۶۰ الوتکې، سل زره نقلیه وسایط، پنځه سوه زره وسلې او شاوخوا دوه سوه زره مخابراتي وسیلې او دشپې لیدو وسایل په کې شامل دي. متحد ایالات وايي چې، دافغانستان دتېرو دولسو کلونو په جګړه کې یې میلیاردونه ډالر لګولي او څه باندې دوه زره سرتېري یې وژل شوي دي. - د آزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home