Wednesday, March 19, 2014

پرويز مشرف او(isi)د اسامه بن لادن ساتنه کول --- له دي وروسته چې پاکستان د نړيوال شرم سره مخ سو او د دي هېواد په مرکز کې ايبټ آباد سيمه کې د القاعدي شبکي مشر اسامه بن لادن د امريکايې ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل سو اوس مهال داسې راپورونه خپاره سوي دي چې د پاکستان پخواني پوځي ديکتاتور جنرال مشرف د اسامه بن لادن د ساتلو لپاره يوه استخباراتي څانګه جوړه کړې وه." -- که څه هم پاکستانيو چارواکو تل د امريکا پلوي کړي او دا يې منل چې اسامه يې په هېواد کې په ښکاره نسته دى خو دغه مطلب پاکستاني تلويزيون جيو د کب په ٢٨مه د امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په حواله خپور کړى دى. -- جيو د نيويارک ټايمز د معلوماتو له مخي ويلي دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د القاعده د مشر اسامه بن لادن په اړه معلومات درلودل. -- سره له دي چې القاعدي شبکي مشر د امريکا لپاره خورا مهم کس بلل کيدى خو د پاکستانيانو له لوري يې ساتنه د امريکا پټه خبرتيا هغه څه وه چې ددي دوو هېوادونو اړيکي يې پر مطلوبونو پوري محدودي کړي وي. -- سرچينې زياته کړې، امريکايي چارواکي پر دغه کار چې جنرال پاشا د اسامه په اړه معلومات درلودل، ځکه حيران شوي وو چې پاشا له امريکا سره د ترهګرو پر ضد مبارزه کې همکاري کوله. -- اسامه بن لادن چې تر وژني وروسته يې مړى ونه موندل سو او داسې راپورونه خپاره سوه چې ګني د هغه جسد سمندر ته اچول سوى په راپور کې راغلي، په آى اېس آى کې داسې څانګې سته، چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد فعاليت کوي، خو بيا نورې څانګې سته، چې د دغو ډلو مرسته او ملاتړ کوي. -- د پاکستان دوه مخى سياست چې دا مهال ور سره ټوله نړۍ بلدتيا لري د اسامه د پټولو لپاره ډېري هلي ځلي کړي وي خو کله چې امريکا د خپلو مخفي معلوماتو پر اساس د هغه په وژنه بريالي سوه پاکستان ته يې نړيوال شرم ور وباخښه. -- د سرچينې په وينا، امريکا له دغو کارونو خبره وه، خو ځکه يې نه افشا کوله چې لا د مخه د امريکا او پاکستان اړيکې چندانې ښې نه وې. -- که څه هم پاکستان او امريکا د اسامه تر وژني وروسته يو پر بل زياتي نيوکي وکړي خو پاکستان اړ دى چې د امريکا هر ډول غوښتنو ته غاړه کښيږدي. -- پاکستان د اسيا په لويه وچه کې دا مهال پروت هغه هېواد دى چې د پيچلي سياست او نورو کړنو څخه يې د اسيا ګڼ شمېر هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان او ايران رنځ وړي. -- په افغانستان کې د چارو څيړونکي د پاکستان دا کړني چې د لويو هېوادونو سره ډغري وهي خورا زيانمن کوونکي بولي او د پاکستان راتلونکى د پرمختګ نه بلکي د شاتګ خوا ته درومي. - خبریال ډاټ کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home