Tuesday, March 18, 2014

يونس قانوني دکرزي دمرستيال په توگه نومول سوی --- افغان ولسمشر حامد کرزي دسه شنبې په ورځ دولسي جرگې پخوانی مشر او استازی یونس قانوني دخپل لومړي مرستیال په توگه نومولی دی. دغه خبره دافغان ولسمشر ویاند کړې ده. که چیري پارلمان دیونس قانوني نومول تائید کړي، نو دی به دمارشال محمد قسیم فهیم ځای ناستي شي. قسیم فهیم دمارچ میاشتې پر نهمه نیټه ومړ. -- دحامد کرزي ویاند ایمل فیضي دټویټر پر ټولنیزه پاڼه په خپل پیغام کې لیکلي دي: «دافغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دسیاسي او جهادي مشرانو په غونډه کې یونس قانوني دخپل لومړي مرستیال په توگه نومول تائید کړل.» په پام کې ده چې یونس قانوني به داساسي قانون له مخې له پارلمان څخه دتائید رایې اخیستلو له پاره معرفي شي، خو ددې له پاره لا تر اوسه کومه نېټه اعلان شوې نه ده. -- دآلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یونس قانوني دجمیعت اسلامي گوند مخکښ غړی شمیر کیږي او پخواني لومړي مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم او دپخوانۍ شمالي ټلوالي مشر احمد شاه مسعود ته نزدې کس بلل کیږي. قانوني له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۱۰م کاله پورې دولسي جرگې مشر وو. همداشان قانوني دولسمشر کرزي په کابینه کې دکورنیو چارو او پوهني وزیر هم تير شوی دی. ددوشنبې په ورځ جمیعت اسلامي، یونس قانوني دقسیم فهیم دځای ناستې په توگه نومولی وو. قسیم فهیم دافغان ولسمشر حامد کرزي له نزدې متحدینو څخه شمیر کېدی. - دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home