Wednesday, March 19, 2014

عظیمي: امریکا دې خپل پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته ورکړي --- دافغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه په دې هیواد کې دامریکا دموجودو تجهیزاتو او پوځي وسایطو دکارولو توان لري او دا تجهیزات او وسایط باید دپاکستان پرځای افغانستان ته ورکړل شي. ددې وزارت چارواکي وايي چې امریکا دافغانستان ستراتیژیک ملګری دی او باید درک کړي چې افغان ځواکونه له خپل هېواد نه ددفاع لپاره، دې تجهیزاتو ته اړتیا لري. -- ددې وزارت ویاند ظاهرعظیمي دسې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه دا مهال نږدې ټول پوځي عملیات په خپله ترسره کوي او که دامریکایي ځواکونو پرمختللي تجهیزات ورکړل شي؛ په دې برخه کې به ښه پرمختګ وکړي. "له امریکا څخه ددفاع وزارت غوښتنه دا ده چې دا تجهیزات دې افغان ملي اردو ته ورکړل شي چې افغان ځواکونه په پوره توانمندۍ سره خپلې چارې پرمخ بوزي او دترهګرو پر وړاندې پیاوړي واوسي." -- ښاغلی عظمی وویل، امریکا دافغان ځواکونو روزلو ته زیاتې هڅې کړي دي او په کار ده چې له تجهیزولو سره یې هم مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دواشنګتن پوسټ ورځپاڼې لیکلي؛ امکان لري امریکایي ځواکونه داوو میلیاردو ډالرو په ارزښت دخپلو تجهیزاتو او نظامي وسایطو زیاته برخه پاکستان ته ورکړي. یادې ورځپانې لیکلي چې، په دې برخه کې دامریکا او پاکستان ترمینځ له څلورو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، خو دخبرو وروستۍ نتیجه یې نه ده روښانه شوې. -- دامریکا دمتحدو ایالاتو ددفاع وزارت ویلي چې ځواکونه یې په روان میلادي کال کې له افغانستان څخه وځي خو دا تجیهزات او وسایط یې ستراتیژیک اهمیت لري. ځینې افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې ددې تجهیزاتو کارول لوی لګښت غواړي او بله دا چې ددې هېواد له اراضي سره هم برابر نه دي. جنرال امراله امان ازادي راډیو ته وویل: "دا تجهیزات ددې اراضي لپاره نه دي چوړ شوي؛ موږ ته ډېر سپکباره وسایطو اړتیا چې هم مسافه ژر طی کړي او هم دې دپطرولو او ډېزلو مصارف کم وي. دا موږ ته له هر پلوه غیر اقتصادي تمامېده؛ له تخنیکي پلوه، موږ په ترمیم کې مشکلات ورسره درلودل." -- افغان چارواکو پخوا تردې هم دامریکا او ناټو ځواکونو څخه غوښتي چې خپل تجهیزات او پوځي وسایط دې افغان ځواکونو ته ورکړي. خو دامریکا او ناټو ځواکونو تاکید کړی چې افغان ملي اردو، ددې تجهیزاتو دکارولو ظرفیت نه لري. سره له دې چې دافغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ملي اردو دنړېوالې ټولنې په مرسته پیاوړی شوی، خو دا هم وايي چې دامریکا له خوا یې تجهیزولو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home