Saturday, March 22, 2014

افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له ناټو څخه پاتې کیدونکي پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته ورکړي --- دوی وايي ښايي امریکا له افغانستان څخه د خپلو وتونکو ځواکونو ځیني پوځي وسایل پاکستان ته ورکړي. -- کابل وايي افغان ځواکونه اوس د دې وړتیا لري، چې دغه تجهیزات په سمه توګه وکاروي. -- ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې ناټو او ایساف بايد له افغانستان څخه د خپلو وتونکو ځواکونو پوځي تجهیزات د ویجاړولو او نورو هیوادونو ته د سپارلو پر ځای افغان امنیتي ځواکونو ته پریږدي. -- د کورنیو چارو وزیر عمر داوود زی وایي افغان ځواکونه پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري خو امریکا ښايي په افغانستان کې خپل ځیني تجهیزات پاکستان ته ورکړي.داوودزی د امریکا دغه کړنه مایوسونکي بولي. -- بل لور ته کریم خلیلي وایې، د افغان ځواکونو د سمبالښت لپاره به پوره هڅې وکړي. -- دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکو ویلي، تر اوسه یې د افغانستان پر ملي ځواکونو ٥٣ ميليارده ډالره پانګونه کړې او له ١٦٠ زياتې الوتکې يې ورکړې دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عامه اړيکو دفتر ویلي، چې دوی افغان ځواکونو ته پر ١٦٠ بېلابېلو الوتکو سربیره سل زره موټرونه، پنځه سوه زره وسلې او دوه سوه زره نور بیلابیل پوځي وسايل ورکړي. - شمشاد تلویزیون

0 Comments:

Post a Comment

<< Home