Saturday, March 22, 2014

د خبریالانو مدافع ټولنې سردار احمد د وژلو په غبرګون کې د طالبانو پر خبرونو د بندیز غوښتنه وکړه --- د افغان خبریالانو د خوندیتوب یا مصؤنیت کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د فرانس پریس خبري اژانس د افغان خبریال سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړیو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه. -- د خبرپاڼې پر اساس سردار احمد، چې د هیواد یو پېژندل شوی مسلکي خبریال و، تېره شپه د کابل پر سرینا هوټل د طالبانو په برید کې له خپلې مېرمن او دوو تنکیو ماشومانو سره «شهید» شو. -- د افغان خبریالانو د خویندیتوب د کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سردار احمد دوه کوچیني ماشومان وژل شوي خو یو بل یې، چې یو کلن دی، سخت ټپي شوی او په داسي حال کې چې حال یې نازک دی، په روغتون کې بستر دی. -- د خبریالانو د خونیدیتوب ټولنې ویلي چې د دې خبر خپرېدا د افغانستان د خبریالانو ټولنه سخته غمجنه کړې ده. -- د سرینا په هوټل کې څلورو وسله والو طالبانو د تمانچو په ډزو ۹ تنه ووژل چې ۴ یې بهرنیان او ۵ افغانان دي. ډېر نور د حمله کوونکو له حملې وژغورل شول. -- د خبریالانو د مصونیت کمېټې ویلي، سره له دې چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان ادعا کوي چې په خپلو بریدونو کې ملکیانو ته زیان نه اړوي خو د تېرې شپې برید یو وار بیا ثابته کړه چې دوی په کومه بې رحمۍ پر ملکیانو په تېره بیا ماشومانو باندې ډزې وکړې. -- د سردار احمد دواړه ماشومان پر سر او تندي ویشتل شوي دي. -- په خبرپاڼه کې ویل شوي، سره له دې چې خبریالان بې پرې دي او د دواړو خواوو خبرونه خپروي خو بیا هم تل له تاوتریخوالو او بریدونو سره مخامخ کېږي. -- په سرینا هوټل کې د ژوندي پاتې شویو کسانو په وینا سردار احمد وسله والو طالبانو ته وویل چې «افغان دی، خبریال دی» خو هغوی پرې رحم ونه کړ او نه یوازې پر ده یې د تمانچې ډزې وکړې بلکې د ده پر مېرمن او معصومو ماشومانو یې هم ډزې وکړې. -- د خبریالانو د خوندیتیوب د کمېټې په خبرپاڼې کې ویل شوي:« پرون /جمعه/ یو شمېر افغان خبریالان په سردار محمد داوودخان روغتون کې راغونډ شول او د جګړه مارو دا د نه بخښلو جنایت یې د نه توجیه وړ وباله. خبریالانو پرېکړه وکړه چې د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې به د پنځلس ورځو په مخه د جګړه مارو (طالبانو) اړوند خبرونه نه خپروي.» -- کمېټې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبریالانو بې پرې توب ته په کتو د هغوی ژوند او خوندیتوب ته پام وکړي. -- د کابل د سرینا هوټل له پېښې جلا د راپورونو پر اساس نن وسله والو طالبانو په ننګرهار کې څلور قومي مشران ووژل او دوه نور ژوبل کړل. -- وسله والو طالبانو د ننګرهار په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home