Friday, March 21, 2014

د عدليې وزير حبيب الله غالب د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى. --- د عدليې وزارت ستر سلاکار محمدهاشم هاشمزي رسنيو ته ويلي چې تېره ورځ د عدليې وزير حبيب الله غالب مغزي سکته وکړه او د بېړنۍ درملنې لپاره په بګرام کې د بهرنيانو روغتون ته ولېږدول شو، خو نن يې ساه ورکړې ده. -- د هاشمزي په وينا، د هغه د جنازې په اړه به وروسته اعلان وشي. -- د يادونې ده، درې ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم پر اساس څارنپوه حبيب الله غالب د سترې محکمې د غړي په توګه نومولى و او په دې نږدې ورځو کې د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېده. -- حبيب الله غالب د مولوي محمدعمر کوهستاني زوى، د ١٣١٨ لمريز کال د غويي په ١٧مه د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ د قاضي خېل په کلي کې زېږېدلى و. -- لومړنۍ زده کړې يې د پروان د ګلبهار په ښوونځي کې ترسره کړې وې او وروسته يې د کابل په ابوحنيفه مدرسه کې زده کړې وکړې او په ١٣٣٧ لمريز کال کې ترې فارغ شو. -- هغه خپلې لوړې زده کړې د ليسانس تر کچې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې په ١٣٤١ لمريز کال کې ترسره کړې او په همدغه کال يې د عدليې په وزارت کې دنده ترلاسه کړه. - More, بینوا -

0 Comments:

Post a Comment

<< Home