Sunday, November 24, 2013

مشورتي لویې جرګې امنیتي تړون ومانه --- د افغانستان مشورتي لویې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ومانه او ولسمشر کرزي ته یې سپارښتنه وکړه چې باید د روان کال تر پایه لاسلیک شي. -- افغان ولسمشر حامد کرزي په اختتاميه وينا کې وويل چې امريکايان سر له ننه نه شي کولی عمليات وکړي، د خلکو کورونه تلاشي کړي. -- ولسمشر کرزي خبرداری ورکړ که امريکا عمليات وکړي او د خلکو کورونه تلاشي کړي په خبره يې تړون نه شته. --ښاغلي کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکېدل يوه سخته چاره وبلله ويې ویل چې افغاني غیرت يې نه مني، خو وايي مجبوره يو چې تړون لاسليک کړو. -- په اختتاميه غونډه کې د ولسمشر کرزي د خبرو ډير تمرکز پر دې ورټول و، چې بايد د امنيتي تړون له لاسليکيدو سره سم په افغانستان کې سوله راشي. -- افغان ولسمشر له جرګې وړاندې په افغانستان کې د امريکا له سفير سره د ليدنې په اړه وویل چې هغه ورته ويلي، که ټاکنې دويم پړاو ته ځي نو دويم پړاو ټاکنې به پنځه شپږ مياشتې وروسته کېږي. -- ده وويل دا پخپله ښيي چې ښايي په دغه موده کې ځينې ستونزې رامنځته شي او د واک تشه رامنځته کړي. -- ده په خپلو خبرو کې بيا بيا پر دې ټينګار کاوه چې امريکا باید په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په اړه ضمانت ورکړي. -- ښاغلي کرزي جرګه والو ته خطاب کې وويل: ''دا چې تاسو ماته واياست یوه مياشت کې دې تړون لاسليک کړم. زه به یې لاسليک کړم خو که سوله رانشي ملامتي د چا ده''. -- ولسمشر کرزی وايي موږ د محبوریت له مخې دلته راټول شوي یوو چې امریکا ته اډې ورکوو. --نوموړي زیاته کړه چې که سوله رانه شي، دغه قرار داد د افغانستان لپاره بدبختي ده، که سوله راغله، ستاسې سلا مشورې په پام کې نیسم او دغه سند لاسلیکوم. - More, BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home