Thursday, November 21, 2013

امریکا د سږ کال تر پایه تړون لاسلیکېدل غواړي --- د امریکامتحدو ایالتونو له افغان چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون د روان کال تر پای مخکې ورسره لاسلیک کړي. -- د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند ویلي د تړون د لاسلیک په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندیز چې ویلي یې وو شپږ میاشتې وروسته یعنی د ولسمشرۍ تر ټاکنو دې وځنډول شي، نه عملي دی او نه هم ممکن. -- له دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي و که جرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي نو امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي. -- ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنيتي تړون د بحث لپاره راټولو شويو شاوخوا ۲۵۰۰ استازو ته وکړې. -- ''که چېرې تاسې موافقه وکړه چې دا تړون وشي نو باید امريکا له موږ سره متعهده شي مخکې له دې چې دا تړون تاسو ومانه او شورا تصويب کړ. نو تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې زموږ انتخابات په سمه او په عزت شوي وي. امنيت مو تثبيت شوی وي او موږ پرې پوهېدلي يو چې امن خواته روان يو او دوی دې په کې راسره همکاره شي. په تېرو انتخاباتو کې موږ خپلې تجربې لرو، چې تکراروم يې نه. که تاسو او شورا موافقه وکړه موږ يو معياد غواړو، چې زموږ کار په خير شي. زموږ انتخابات سم وشي. که خرابه شي پر ما تاوانېږي''. - More, BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home