Tuesday, November 26, 2013

.کرزی لاهم د امنیتي تړون پر ځنډولو ټینګار کوي --- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سره په خبرو کې ویلي، تر هغو به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې امریکا ورته د افغانانو کورونو کې د عملیاتو د بندولو تضمین او ډاډ نه وي ورکړی. -- سوزان رایس ویليو د راتلونکي کال تر ټاکنو وروسته د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډول "د منلو وړ نه دي". -- سپینې ماڼۍ هم ویلي، چې "ولسمشر کرزي د تړون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي، او ښکاري چې سم لاسي د امنیتي تړون لاسلیکولو ته چمتو نه دی". -- د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سوزان رایس سره وکتل. -- له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د حامد کرزي او اغلې رایس ترمنځ د خبرو ډېر تمرکز دواړو هېوادونو ترمنځ د د امنیتي او دفاعي تړون په اړه و. -- دواړو د تړون د لاسلیکېدو د وخت په اړه هم خبرې کړې دي. -- ویناپاڼه کاږي، ولسمشر حامد کرزي په خبرو کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې افغانان د امریکایانو له لوري دا ډاډ ترلاسه کول غواړي، چې کورونو ته به یې پوځيان د عملیاتو لپاره نه ورځي، په ټاکنو کې به لاسوهنې نه کېږي او هېواد ته به سوله راځي. -- د خلکو کورونو ته د امریکايي پوځيانو د ننوتلو په اړه، د نړیوالو ایتلافي ځواکونو قومندان جنرال ډنفورډ ویلي، خپلو سرتېرو ته یې سپارښتنه کړې ده، چې د امنیتي تړون او د کلېکاږل مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو پربنسټ دې عمل وکړي. -- ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ته ویلي، چې خپل ولسمشر بارک اوباما ته د افغانانو هغه غوښتنې ورسوي، چې امریکايي ځواکونه یې نور باید کورونو کې عملیات ونه کړي.-- وړاندې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندې کېتلېن هېدن ویلي وو چې: "افغانستان اوس هم د امريکا د ملي امنيت په لومړيتوبونو کې دى او دا اغلې رايس لپاره يو فرصت دى چې هلته د شويو هڅو جاج واخلي." -- واشنگټن پوست په خپل يوۀ خپارۀ کړي رپوټ کې وايي افغانستان ته د سوسن رايس له سفره د امريکا دا هوډ څرگندېږي چې، اړتيا ده ولسمشر کرزى پر دې خبرې باوري کړي چې امريکا له افغانستان سره له امنيتي تړون څخه د لاس په سر کېدو په تړاو باټې نه وهي. - More, BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home