Monday, November 25, 2013

بشري حقونو دافغانستان له حکومته وغوښتل چې دسنګسار قانون اجرا نه کړي --- دبشري حقونو څارونکې ډلې دافغانستان له حکومته وغوښتل، هغه وړاندیز فوراً رد کړي چې پراساس یې زناکار ته دمرګ سزا ورکول کېږي. دعدلیې دوزارت یوې کاري ډلې، چې دیوه نوي قانون پر مسودې کار کوي، وړاندیز کړی چې دزناکارو ښځو دسنګسارولو په شمول دې دزنا په برخه کې سخت اسلامي قوانین اجرا شي. --- دبشري حقونو دڅار ډلېپه یوه اعلامیې کې، چې دتاند په ګډون یې ګڼو رسنیو ته استولې، دهغو مرستندویانو په ګډون چې دافغانستان له عدلي او قضايي پروسو سره مرسته کوي، له نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتي ولسمشر حامد کرزي ته په زغرده ووايي چې دجزا په قانون کې دسنګسار زیاتول به دمرستندویو هیوادونو دمرستو دپای ته رسېدو سبب شي. دبشري حقونو دڅار ډلې دآسیا دڅانګې رئيس براډ اډمس وویل: «دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې دطالبانو درژیم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته دکرزي حکومت بېرته دسنګسار جزا تطبیقوي. دکرزي حکومت باید لږترلږه دبشري حقونو له لومړنیو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړاندیز سمدستي رد کړي.» - More, تاند --, HRW Afghanistan: Reject Proposal to Restore Stoning

0 Comments:

Post a Comment

<< Home