Tuesday, November 26, 2013

سپینه ماڼۍ وايي، نور له افغانستان سره پر امنیتي موافقه خبرې نه کوي --- سپینې ماڼۍ هم خبرداری ورکړ چې که دافغانستان ولسمشر حامد کرزي امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه کړه امریکا به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي. دسپینې ماڼۍ په وینا دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره دمتحدو ایالتونو دملي امنیت دسلاکارې سوزن رایس خبرې دامنیتي موافقې په اړه دامریکا وروستۍ خبرې دي او نور به په دې هکله له افغان چارواکو سره خبرې ونه کړي. -- لوېدیځو رسنیو وویل چې دامریکا دملي امنیت سلاکارې دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره دکتنې په وروستیو شېبو کې خبرداری ورکړ چې که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه کړي امریکا له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي. راپورونه وايي چې کرزي مېرمن رايیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي موافقه به لاسلیک کړي خو ویې نه ویل چې کله به یې لاسلیک کړي. په همدې منځ کې دافغانستان دولسمشر ویندوی وايي چې متحدو ایالتونو دشفافو انتخاباتو او په ټاکنو کې دهیڅ کاندید دنه ملاتړ په باب دولسمشر کرزي غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی خو دافغانانو دکورونو دتلاشۍ په اړه لا هم دواړه خواوې دنظر اختلاف لري. -- دسپینې ماڼۍ له یوې اعلامیې سره سم مېرمن رايس افغان ولسمشر حامد کرزي ته وویل: «که امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه کړي، امریکا ته به دځواکونو له ایستلو پرته بل انتخاب پاتې نه شي ځکه چې بیا له ۲۰۱۴ وروسته وخت لپاره پلان نه شي جوړولی او په نتیجه کې به یې متحد ایالتونه او ناټو خپل حضور په افغانستان کې پای ته ورسوي.» په اعلامیه کې همداراز ویل شوي: «مېرمن رایس په دې تاکید وکاوه چې دراتلونکي کال له انتخاباتو وروسته وخت ته دلاسلیک ځنډول ګټه نه لري.» -- سپینې ماڼۍ ویلي چې کرزي امریکا ته نوي شرطونه ایښي چې یو یې دافغانانو دکورونو دنه تلاشي کولو په اړه دی او بل دا دی چې امریکا دې له طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړي. کرزي دګوانتنامو له محبسه دافغانانو دخلاصون غوښتنه هم کړې ده. دامریکا دملي امنیت سلاکارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې شفافو، عمومي، له هرراز مداخلې پرته له خپلې قانوني پروسې سره سم په خپل وخت انتخاباتو ته ژمن دی. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home