Monday, April 26, 2010

مصطفى ظاهر:په هېواد كې د ژوند چاپيريال ورځ تر بلې خرابيږي

په افغانستان كې د چاپيريال ساتنې د خونديتوب مبارزه ځكه له ستونزو او خنډ سره مخ ده، چې لوړ پوړي افغان چارواكي قوانين نه پلي كوي. دا خبرې د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وكړې

ښاغلي ظاهر وويل، چې په تېرو كلونو كې يې له افغان چارواكو څخه همكاري غوښتې خو هغوى ورسره همكاري نه ده كړې او دوى هم خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.:
مصطفى ظاهر:په هېواد كې د ژوند چاپيريال ورځ تر بلې خرابيږي

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر، په دې وروستيو كې د ملګرو ملتونو له خوا د چاپيريال ساتنې د اتل جايزه اخيستې، دغې جايزې ته سل تنه د نورو هېوادونو څخه انتخاب وه، چې ښاغلي ظاهر تر لاسه كړه

د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس وايې، چې په افغانستان په ځانګړي ډول كابل كې د ككړ چاپيريال ستونزې ورځ تر بلې ډېرې او جدي كيږي

كه زموږ هېوادوال او د كابل ښار اوسېدونكي مسئوليت درك نه كړي نو۵ يا ۶ كاله وروسته به په كابل كې ژوند نه شو كولاى.“

مصطفى ظاهر:په هېواد كې د ژوند چاپيريال ورځ تر بلې خرابيږي
مصطفي ظاهر جايزه قهرمان زمين را نصيب شد

د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د صحي خدماتو نه رسېدلو په اړه اندېښه لري

0 Comments:

Post a Comment

<< Home