Sunday, April 25, 2010

د غازي امان الله خان د مړينې ۵۰ تلين ولمانځل شو

د افغانستان ازادي غوښتونكي مبارزغازي امان الله خان له نن څخه پنځوس كاله مخكې په ۱۹۶۰كال كې په سويس كې له نړۍ سترګې پټې كړې.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يكشنبې په ورځ د غازي امان الله خان پنځوسم تلين په ځانګړو مراسمو سره په دغه وزارت كې ولمانځه

د غازي امان الله خان د پنځوسم تلين په مناسبت جوړه شوې، غونډه كې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د افغانستان د ملي شورا غړو او كار پوهانو ګډون كړى و

د غازي امان الله خان لور انديا په دې مراسمو كې وويل، چې امان الله خان په افغانستان كې د ديموكراسۍ، په سياست او ټولنه كې د ښځو د فعاليت بنسټ اېښودونكى و

د غازي امان الله خان د مړينې ۵۰ تلين ولمانځل شو
از پنجاهمین سال وفات امان الله خان یاد بود بعمل آمد

0 Comments:

Post a Comment

<< Home