Monday, April 26, 2010

په نورستان کې 'شري' ناروغۍ ۲۰ ماشومان مړه کړي

په نورستان ولايت کې د شري ناروغۍ له کبله تر اوسه ۲۰ کسه مړه شوي دي
د نورستان د عامې روغتيا رييس وايي ناروغي په هغو سيموکې ډېر زيان اړولى چې واکسين په کې نه دي شوي

د شري ناروغۍ د مرکزي نورستان د وانت وايګل په ليرو پرتو کليو کې څه موده وړاندې لګېدلى وه، خو خبر يې هله تر رسنيو ورسېد چې يوشمېر ناروغان د اسداباد روغتون ته راوړل شول.

د يادولو ده چې د ژمي په موسم کې د سينه بغل او په اوړي کې د نس ناستي او نورو موسمي ناروغيو له کبله ډير شمير کسان له منځه ځي.

په نورستان کې 'شري' ناروغۍ ۲۰ ماشومان مړه کړي
م. م : ۵۰۰ زره افغانان کافي روغتيايي اسانتياوې نه لري

0 Comments:

Post a Comment

<< Home