Sunday, January 27, 2019

ډاکټر خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات له جمهوررئیس غني سره شریک کړل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد پرون ماښام ناوخته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د حکومت نورو غړو ته د قطر په دوحه کې طالبانو سره د خبرو جزئیات شریک کړل.

ډاکټر خلیلزاد د حکومت مشرتابه ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسې، رد کړې، وې ویل: د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه، طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ډاکټر خلیلزاد وویل، طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي او زیاته یې کړه: که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.

ډاکټر خلیلزاد په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه، وویل، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.

په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه د راپور د شریکولو په خاطر مننه وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په خاطر یې د امریکا د متحدوایالتونو د دولت هڅې وستایلې. - Read More
ډاکټر خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات له جمهوررئیس ...
Office of the President of Afghanistan

0 Comments:

Post a Comment

<< Home