Monday, February 12, 2018

امریکايي څېړونکی دمسعود شتمنۍ او دآی ایس آی مداخلې افشا کوي - Taand

مشهور امریکايي لیکوال سټیف کول (Steve Coll) په خپل تازه اثر کې له طالبانو سره د آی ایس آی د اړیکو ژوروالی او دپخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پټې شتمنۍ افشا کړي دي. سټیف دافغانستان په اړه په خپل دې اثر (Directorate S: The C.I.A. and America’s Secret Wars in Afghanistan and Pakistan) کې ویلي چې احمد شاه مسعود د سپټمبر تر یوولسمې وړاندې د لندن په یوه بانک کې ۶۰ ملیون ډالره لرل.

سټیف کول، چې د امریکا له پټو استخباراتي معلوماتو خبر دی، د امرالله صالح په وسیله له احمد شاه مسعود سره د سي آی اې د مرستو یادونه کړې او په عین حال کې یې ویلي چې مسعود د دې ترڅنګ چې د قیمتي ډبرو له خرڅلاوه پیسې لاس ته راوړې د ایران له سپاه پاسداران او هند څخه هم ډېرې مرستې ترلاسه کولې.

دسټیف کول په تازه کتاب (Directorate S: The C.I.A. and America’s Secret Wars in Afghanistan and Pakistan) کې د پنجشېر له لارې له مسعود سره د مرستو او په طالبانو کې د آی ایس آی دژورو ریښو په اړه بحث شوی دی. دا دافغانستان په اړه د سټیف کول دوهم کتاب دی. د ده لومړي اثر د ارواوو جنګ (Ghost Wars) د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

دی له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې مرستو ته په اشارې لیکي، د آی ایس آی ملاتړ تر دې حده و چې سي آی اې ګومان کاوه چې د پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي د افراطي ایډیالوژۍ په لومه کې کښېوتي دي. دی وايي چې د آی ایس آی په تشکیلاتو کې د ایس (S) ریاست بشپړ پټ/ محرم دی چې د طالبانو او کشمیري یاغیانو د ملاتړ عملیات په غاړه لري. سټیف په خپل کتاب کې د افغانستان د اوسنۍ جګړې پر عواملو هم ږغېدلی دی.

ښاغلی کول په افغانستان کې د امریکا پر ورو پوځي پرمختګ او د پالیسۍ پر کمزورتیاوو انتقاد کړی، وايي چې له ۱۷ کاله جګړې وروسته، چې تر ۱۰۰۰۰۰ زیات افغانان پکې وژل شوي، لا هم طالبان او داعش په جګړه کې سره سیالي کوي. دی وايي، دافغانستان په جګړه کې، یوازینی شی چې امریکايي پالیسي جوړوونکو زده کړي دي، هغه دا دي چې که له افغانستانه امریکايي پوځیان ووځي، حالات به سخت خراب شي. - Read More

www.taand.com

امریکايي څېړونکی د مسعود شتمنۍ او د آی ایس آی مداخلې افشا کوي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home