Saturday, December 26, 2015

دافغانستان ملي شورا ته دهند دصدراعظم نریندرا مودي تاریخي وینا - تاند

اته سوه کاله وړاندې ددې خاورې د بلخ ولایت یوه وتلي زوی، دبشري تاریخ یو له نوموتیو شاعرانو جلال الدین رومي لیکلي ول، خپل ږغ مه جګوئ بلکې خپلو تورو او لفظونو ته زور ورکوئ، دا تندر نه بلکې باران دی چې ګلونه غوړوي. همدا ددې ځلانده خاورې او ستر ولس پوهه ده.

دا یوه داسې خاوره ده چې له خپلې ښکلا او شاعرۍ، له ننګ او پته، له ویاړ او سخاوته یې، تلپاتې هستۍ زېږولې دي، دا یو داسې ولس دی چې په ملګرتیا کې دې ټینګ په غېږ کې نیسي خو د خپلې ازادۍ لپاره په کلک هوډ جنګېږي.
په دې پېړۍ کې ستر افغان ولس د خپل هوډ او مېړانې د مبارزې حماسه وکړه، دوی خپل راتلونکی په توپک او تاوتریخوالي نه بلکې په رایه او خبرو ټاکي.

دجرګو له دود سره پیوند دغه هېواد د ولسواکۍ پر لار تلل غوره کړل. پر دې لار د تلو پیرزوینې هغه بې نومه افغانانو ته وړاندې کوو چې د خپلې راتلونکې لپاره یې سرښندنې کړي. دا پیرزوینې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشرتابه ته وړاندې کوم چې په خپله پوهه او هوډ یې خپل ولس د نهیلۍ له شپو ورځو د امید راتلونکې ته رهبري کړ.

په هند کې ستاسو د ۱.۲۵ میلیارد دوستانو په استازیتوب، ستاسو لاسته راوړنې ستایم، ستاسو دملګرتیا ددرناوي په خاطر او ستاسو له راتلونکې سره د پیوستون لپاره دلته ولاړ یم.

دافغانستان دحکومت مننه کوم چې د هند د یوه لوی سیاستوال اټل بیهاري واجپای د کالیزې په ورځ یې د ملي شورا دپرانستنې ورځ غوره کړې او د هغه [اتل] په نامه یې یوه ودانۍ نومولې ده. یوولس کاله پخوا ده له کرزي صاحب سره ددې ودانۍ دبنسټ ډبره ایښې وه.

اتل په پښتو کې دقهرمان معنا لري او په هندي کې د کلک او هوډمن.

دملي شورا دودانیو دا کمپلیکس تاسو ته د یوه ملت او ولسواکۍ لور ته ستاسو دپرمختګ لپاره یو کوچنۍ ډالۍ ده. خو دا به ددوو هیوادونو داړیکو د تلپاتې توب یوه نښه وي.

درنو استازو، دهند او افغانستان اړیکې دومره لرغونې دي لکه تاریخ، د دنګ هندوکش او خیبر درې له لارې مذهبي لارویانو، سوداګرو، او واکمنانانو دعلماو او کلتور، مذهبونو، کاروبار او سلطنتونو زموږ ترمنځ یو تړاو رامنځته کړ.

دتاریخ په بدلېدونکي بهیر کې یو وخت مو جنګونه لیدلي دي. خو په دغه اوږه بهیر کې موږ یو بل پیاوړی کړی دی.

په عینک او بامیان په نه هېرېدونکو سمبولونو کې او دډيلی په جادويي یادګارونو کې، زموږ په کلتور او فن و هنر کې، په مذهب او ادبیاتو کې، په خوړو او مېلو کې، موږ دخپلو بې شانه او بې پایه اړیکو نښې وینو.

موږ له لرغوني افغانستانه دګندهاري مهابهارتا دستر کردار په سوغات نازول شوي یو.

دموریا امپراتورۍ یا دشېرشاه سوري په لاسته راوړنو کې موږ خپل پیوستون وینو چې غواړو بیرته یې راژوندی کړو.

په ډيلې کې یو افغان پاچا احمدشاه درانی دخپلو دنګو غرونو په ارمان کې شعر لیکي، چې وايي: - Read More at the taand

0 Comments:

Post a Comment

<< Home