جمهور رئیس غني: زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د تضاد له سیمې څخه د دوامدارو همکاریو پر سیمې بدل کړو - president.gov.af/ps
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر اشتون کارتر سره چې د هغه هېواد د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، د ترهګرۍ او افراطیت پر خلاف د مبارزې او د سیمه ایزو مسئلو په باب خبرې وکړې.
بیا جمهور رئیس غني او د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي اشتون کارتر په یو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د خپلو خبرو د نتیجو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د دفاع نوي وزیر ته د مبارکۍ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټینګښت لپاره د هغه له هڅو او په افغانستان کې د هغه هېواد د قربانیو ستاینه وکړه.
جمهور رئیس د افغان امنیتي ځواکونو له قربانیو څخه هم قدرداني وکړه، وې ویل: موږ په بریالیتوب سره له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهیر بشپړ کړی دی او امریکایي ځواکونه اوس جګړه ایز ماموریت نه لري او زموږ د نویو همکاریو پړاو پیل شوی دی چې د دغو همکاریو اساسي هدف د افغانستان د امنیتي ځواکونو، روزنه او پیاوړتیا ده.
جمهور رئیس غني وویل چې موږ د دغه پړاو له آزموینې څخه په بریالیتوب سره تېر شولو او انشالله چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې به نوښت په خپل لاس کې واخلو. زموږ همکاري هر اړخیزه ده په دغو شرایطوکې چې وکولای شو د نوې همکارۍ تعریف ولرو دا له هغو ټکو څخه دي چې ورباندې خبرې شوې دي او امریکا ته زما د سفر په جریان کې به له جمهور رئیس اوبا سره هم ورباندې خبرې وشي.
ده وویل: موږ له نویو خطرونو سره هم مخامخ یو او تروریزم د یوې ښکارنده پدیدې په توګه هم موږ او هم تاسو ګواښي او له دغې پدیدې سره مبارزه لنډ مهالې، منځمالې او اوږد مهالې همکارۍ ته اړتیا لري او باید څرګنده کړم چې زموږ اساسي هدف د سولې، ثبات او د سوکالۍ لپاره د شرایطو رامنځته کول دي.
جمهور رئیس دې ته په اشارې سره چې د افغانستان نوی حکومت د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د شرایطو د رامنځته کولو په لاره کې په سیمه کې نوښتونه لرلي دي، وویل، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د تضاد له سیمې څخه د دوامدارو همکاریو پر سیمې بدل کړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې زموږ خلک له انارشۍ څخه ډیموکراسۍ او له نفاق څخه اتفاق ته ترجیح ورکوي.د هېواد پالنۍ لپاره اساسي تعهد وجود لري او زموږ امنیتي ځواکونه په داوطلب ډول له خپل هېواد څخه دفاع کوي او زموږ اساسي پانګونه په دې باندې ده چې یو شفاف او د باور وړ نظام رامنځته شي.
ورپسې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: افغانستان لومړنی هېواد دی چې د امریکا د دفاع د وزیر په توګه له هغه څخه لیدنه کوم. - Read More
0 Comments:
Post a Comment
<< Home