جمهور رئيس غني: په هيوادکې دسولې دتامينولو په خاطر يوجدي، څرګند او سراسري يون ته اړتيا لري - باختر
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني په هيوادکې دسولې دتامينولو دڅرنګوالي په باب دخپلو سلا مشورو په لړکې نن دسياسي ګوندونوله استازو، قومي مشرانو او مخورو او دمدني ټولنې له غړو سره په جلا جلا توګه وکتل. دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ په دې مشورتي کتنو کې چې په ارګ کې وشوې دهيواد جمهور رئيس وويل چې په هيواد کې دسولې دتامينولو په خاطر يو جدي څرګند او سراسري يون ته اړتيا لري.
جمهور رئيس زياته کړه چې سوله په پټه دشپې په تورتم کې او په غلا نه ټينګيږي بلکې يو شفاف بهير ته اړتيا لري چې ټول خلک پکې شريک وي. په مقابل کې دسياسي ګوندونو استازو قومي مشرانو او مخورو او دمدني ټولنې غړو په هيوادکې دسولې دټينګښت دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې په دې باب خپلې نطريې او وړانديزونه په ليکلي ډول جمهوري رياست ته ليږي.

0 Comments:
Post a Comment
<< Home