Monday, February 02, 2015

Deutsche Welle - کرزی: د اديانو متقابل احترام بايد وسي

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د یوه کنفرانس پر مهال له يو شمېر غربي هیوادونو څخه د ادیانو د متقابل احترام غوښتنه وکړه. دغه کنفرانس د اعتدال مرکز له خوا رابلل شوی وو. کرزي پرون يکشنبې (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ لومړۍ) داعتدال مرکز له خوا په جوړ شوي کنفرانس کي د«اسلامي دولت» ډله وغندله او زیاته یې کړه چې دغه ډله د اسلام د بدنامولو له پاره ګومارل شوې ده چې ښه بېلګه یې د چاپاني خبریال وژل دي.

 اعتدال مرکز د افراط او تفریط د له منځه وړلو او اسلام په رښتینې توګه ټولني ته د پېژندنې په نوم دوهم کنفرانس جوړ کړی وو. ددغه مرکز مشر استاد نعمت الله شهراني په دغه کنفرانس چې داسلامي هیوادونو سفیرانو، پخواني ولسمشر او دحکومت اجرائیه رئیس ګډون درولود وینا وکړه او ویې ویل چې اسلام دسولي او عدل دين دی او سخت دریځۍ ته پکې ځای نشته. داعتدال مرکز له یوه کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او داسلام دین اصلي بڼه ټولني او نړیوالو ته ور پېژني چې نن یې مخکني ولسمشر حامد کرزي ته په بورډ کې دافتخاري غړیتوب وړاندیز وکړ. او کرزي هم ومانه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې اسلام له یوې خوا زموږ دخپلې سخت دریځۍ او له بلې خوا دنورو داهدافو له کبله سخت رنځ وړی: «په خواشینۍ سره چې زموږ دین په تېرو دوو یا دریو لسیزو کې یا زموږ دخپلې سخت دریځۍ او یا هم دنورو داهدافو له کبله سخت رنځ وړی او اوس ګورو چې نورو اسلامي هیوادونو ته هم دا رنځ وغځېده.»

کرزي دداعش رامنځته کېدل داسلام دبدنامولو په مانا وباله او له يو شمېر غربي هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې داسلام په اړوند خپلو تګلارو ته بدلون ورکړي: «اوس ددې وخت چې له غربي نړۍ څخه غوښتنه وکړو چې داسلام په اړوند پر خپلي تګلاري باندي غور وکړي او له هغو وسایلو څخه چې شاید هغوی فکر کوي؛ ددوی په ګټه دی، خو دخلکو او په خاصه توګه دمسلمانانو دبدبختۍ سبب کیږي ګټه وانه خلي.»

دافغانستان مخکني ولسمشر وویل چي غربي هیوادونو او په خاصه توګه دمسحیت او عسویت دینونو ته درناوی لري او زیاته یې کړه چې دادیانو ترمنځته توپیر نشته، بلکي سیاستونه سره په تضاد کې دي. ورته مهال په کنفرانس کې دحکومت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم سخت دریځي او بنسټپالنه وغندله او دسولې په برخه کې یې پر پراخو هلو ځلو ټینګار وکړ. هغه له عامو خلکو او دیني عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې دسولي په رامنځته کولو کې مرسته ورسره وکړي.

دیادوني وړ ده چې تيره ورځ په کابل کي دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له خوا داسلامي دستر پيغمبر دکاريکاتورونو دخپرولو په اړه په سوونو خلکو احتجاج وکړ چي وروسته بيا په تاوتريخوالي واوښت. په دغه احتجاج کي دوه کسان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شوي دي.  Read More at Deutsche Welle

0 Comments:

Post a Comment

<< Home