Saturday, January 31, 2015

دجنرال کریمي په ناکامولو کې د بسم الله محمدي او لویې پکتیا د وکیلانو رول او ونډه - روهی ویب

په هغه اتلس تنو نوماند وزيرانو کې، چې ولسي جرګې ته معرفي شوي وو، يو کم شمېر مسلکي کسانو په کې شتون درلود، چې يو يې سترجنرال شېرمحمد کریمي و.

نوموړی ښايي د نوماندانو په لست کې یوازني شخص به و، چې  له ډير کوچنۍ دندې په تدريج سره د لوي درستيزۍ تر مقام رسيدلی دی. خو اوس پوښتنه دا ده، چې نوموړی د مسلکي وړتیا سربېره ولې و نه توانېده، چې د ولسي جرګې (!) د باور رایه ترلاسه کړي؟

روهي ویبپانې په دې اړه ځینې داسې اسناد او معلومات تر لاسه کړي دي، چې له مخې یې څرګندیږي، چې د جنرال کریمي په ناکامولو کې د دفاع د پخواني وزیر بسم الله خان محمدي او د خوست او پکتیا د وکیلانو لاس و.

په ولسي جرګه کې دخوست وکیل کمال ناصر اصولي، لیاقت بابکرخیل، همایون او .... سناتور.. د بسم الله خان په کور کې راټولیږي او هلته پر دې بحث کوي، چې جنرال کریمي څرنګه ناکام شي. هماغه و، چې دا وکیلان او بسم الله خان په ولسي جرګه کې خپلو ملګرو او پلویانو ته سپارښتنه کوي، چې جنرال ته رایه ورنه کړل شي او په دې برخه کې باید نور هم وهڅول شي، چې رایه وانخلي دلته دا هم د یادونې ده، چې له ولسمشر اشرف غني سره د لويې پکتیا وکیلانو ته ولسمشر وايي: خپه کیږې به نه دا ځل له لوې پکتیا څخه په کابینه کې وزیر نشته دوی هم ورسره دا خبره مني، خو دا شرط پرې ږدي، چې د دې دریو ولایتونو والیان به زموږ پر خوښه ټاکئ او په اداره امور کې به زموږ یو سړی مقرروئ او پر دې سربېره به ځینې سفیران هم له لوې پکتیا څخه وي.

بسم الله خان ځکه له جنرال کریمي سره مخالفت کاوه، چې د دفاع وزارت ځینې پروژې د ده له زوی او ځینو وکیلانو سره شریکې دي؛ دوی انګیرله که جنرال کریمي راشي کېدای شي د دوی قراردادونه له ستونزې سره مخ شي.

د جنرال کریمي په ناکامولو کې د پکتیا وکیل نواب منګل هم لاس درلود، نوموړی د رایې ورکولو په ورځ د پارلمان په تالار کې هم د جنرال کریمي پر ضد کمپاین کاوه، دوی او یو شمېر نورو وکیلانو ویل که جنرال کریمي راشي دا بیا د هغو کسانو مخه نیسي، چې دوی یې د وزارت یا نورو منصبونو لپاره وړاندیز کوي؛ دوی غوښتل، چې د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت لپاره خپل کاندید وړاندې کړي. که چیرې جنرال کریمي کابینې ته لار موندلې وای بیا د دوی وړاندیز نه منل کېده.

په ولسي جرګه کې د رايې د ورکړې په ورځ، د دې وکیلانو په سپارښتنه له ناثبت (نا راجستره) شوو سیمکارتونو څخه ځینې وکیلانو ته زنګونه وهل شوي، ورته ويل شوي چې د لوی درستيز له دفتره ورته زنګ وهل شوی او له توهین نه ډک ګواښونه شوي او په زور ترې د جنرال کریمي لپاره رایه غوښتل شوې ده. کله، چې بیا د دې سیمکارتونو په اړه پلټنه ترسره کیږي دا مالومیږي، چې دا سیمکارتونه راجستر شوي نه دي.

په پای کې د لوې پکتیا وکیلانو دا هم غوښتل، چې کریمي په لوی لاس سپک کړي؛ د کمال ناصر اصولي په نوم وکیل څو ځل ورڅخه غوښتنه کړې ده، چې د پکتیا وکیلي راضیه سعادت منګل کور ته ورشي او د رايې په تر لاسه کولو کې ورڅخه مرسته وغواړي، خو جنرال کریمي د دې وکیلې کور ته نه دی ورغلې.

د لويې پکتيا په وکيلانو کې يو تن، چې د جنرال کريمي پر رايه نه اخستلو ډير خواشينی و، هغه نادر خان کټوازی و.

د موضوع سره په تړاو کې دا خبر هم کتلی شئسترجنرال کریمی او رحمت الله نبیل وکیلانو ته: رشوت نه و ورکړی، ولی یو رد بل تائید شو؟  Read More at  دجنرال کریمي په ناکامولو کې

0 Comments:

Post a Comment

<< Home