له اداري فساد سره دمبارزې پخوانی رئیس عزیزالله لودین وفات شو
تاند- له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی ريیس ډاکتر عزیز الله لودین د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن /یکشنبه/ د امریکا په متحدو ایالتونو کې ساه پرې کړه.
ډاکتر لودین د زړه د ناروغۍ د درملنې لپاره د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ امریکا ته تللی و. ټاکل شوې وه چې نن یې په یوه روغتون کې جراحي عملیات وشي خو اجل پرې وار مخکې کړ.
عزیزالله لودین، چې په پاک نفسۍ مشهور و، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رييس او د ولسي جرګې د منشي په توګه هم کار کړی دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ میلادي کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ريیس وټاکل شو خو سره له دې چې د ځینو فاسدانو پر ضد یې اقدام وکړ خو په حکومت کې د فساد پر ضد د جدي ارادې د نشتوالي له کبله بریالی نه شو چې فاسد عناصر محاکمې ته ولېږي.
ښاغلي لودین د ۱۳۹۳ لمریز کال – حمل (۲۰۱۴ مې) د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځان د کاندیدولو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې له ریاسته استعفا وکړه. More at taand
داکترعزیزالله لودین رییس پیشین اداره مبارزه با فساد اداری وفات نمود - Bakhtar News
0 Comments:
Post a Comment
<< Home