د بشريت د ناجې د نيکمرغه ميلاد کاليزه ونمانځل شوه - bakhtar
داسلام دستر پيغمبر دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفى ( ص) نيکمرغه ميلاد نن په هيواد کې دغونډو په جوړولو سره ونمانځل شو
دغه نيکمرغه ميلاد دهيواد دمرکز او ولايتونو په جوماتونو او مقدسه اماکنو کې دقران عظيم الشان په ختمونو ، دنعت ويلو دغونډ په جوړولو او ويناو سره ونمانځل شو.
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخي: په دغو غونډو کې ويناوالو سمې لارې او ددنيوي او اخروي دنيکمرغۍ لارې ته دبشريت دلارښوونې لپاره دپيغمبر درسالت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص) په ښو اخلاقو او په نيک چلند سره وکولاى شول په ډيرو سختو شرايطو کې خلک له ګمراهۍ ، بت پرستۍ او جهالت څخه وژغوري او هغوى دعدل او انصاف ، برابرۍ او مساواتو او خداى پالنې ته راوبولي .
په دغو غونډو کې څرګنده شوه چې حضرت محمد مصطفى ( ص) ټيک هغه وخت په پيغمبرۍ مبعوث شو چې دده ټاټوبى مکه او په ټول سعودي عربستان کې ظلم ، جهالت ، وحشت ،بي عدالتۍ او نابرابرۍ او نور ډول ډول فساد زيات شوى و ؛او د آنحضرت په وجود کې داسې لوړ صفتونه او اخلاقي مکارم نغښتي و چې دمکي خلک او آن مشران دآنحضرت تر اغيزې لاندې نيول کيدل اويوپه بل پسې يې ايمان راول .
په دغو غونډو کې دغه راز وويل شول چې ښه اخلاق اونيک چلند بخښنه اوتيريدنه ، عطوفت او مهرباني ، سرښندنه او ځان تيريدنه او تقوا او پرهيز ګاري هغه صفتونه و چې دحضرت محمد مصطفى (ص ) چې په شخصيت کې يې ځاى درلود او آنحضرت تقوا او ښه اخلاق دلوى خداى ( ج ) درضايت دترلاسه کولو لپاره ډيره ښه وسيله بللې ده اوخپلو امتيانو ته يې ددغو دوو اصولو درعايتولو لارښوونه کړې ده .
ويناوالو وويل: داسلام ستر پيغمبر له خپلو ملګرو او شاوخواکسانو سره تل ښه چلند او سلوک کاوه اوهيڅکله سخت زړى ، بدژبى ، عيب پلټوونکي او اوتې بوتې ويوونکى نه و ، هيڅوک له آنحضرت څخه ناهيلې نه کيده او هر څوک چې دکور دروازې ته يې ته ناهيلې نه ستنيده په خبرو کې مجادله ، زيات ويل او په هغه کار کې يې دحالت نه کاوه چې په ده پورې يې اړه نه درلود .
هيڅکله يې خبرې نه کولې خو په هغو مواردو کې چې الهى ثواب يې پکې ليده Read More at bakhtar
0 Comments:
Post a Comment
<< Home