د اجراييوي رياست د څوکۍ د رامنځته کيدو سره لګښتونو لوړ شوي دي
له هغه مهاله، چې عبدالله عبدالله داجرائيوي رئيس په توګه ټاکل شوی، ددغه ریاست لپاره بوديجه ځانګړې شوې او بې له دې چې ددې رياست دنده په قانون کې په کره توګه تثبيت شوي وي دشاوخوا ۷۰۰ تنو کارکوونکو لپاره یې د معاشونه غوښتنه هم له ماليې وزارت نه کړې. په داسې حال کې، چې دولت د دې جوګه نه دی چې دمامورينو دډيرو مياشتو معاشونه ورکړي، تر څنګ يې دعبدالله عبدالله لخوا تشريفاتي لګښتونه هم زیات شوي دي.
په تيرو څو ورځو کې، چې دپاکستان دځينو سياسي ګوندونو مشران لکه محمود خان اڅکزی، افراسیاب خټک او شيرپاو کابل ته دخبرو اترو لپاره رابلل شوي وو، دولسمشر اشرف غني سربيره بیا ډاکټر عبدالله عبدالله هم ديو زیات شمېر نورو خلکو سره جلا ميلمستيا ته رابللي وو. ديادونې ده، چې داجرائيوي رئيس په توګه عبدالله عبدالله دومره اجرأت نه کوي لکه څومره چې تشريفاتي کارونه تر سره کوي. نوموړی په بهرنيو سفرونو کې هم تل له ولسمشر سره ټومبل شوی وي او د خلکو په اصطلاح دمميزو (کشمشو) لکۍ تر جوړه شوې.
دمحور ورځپانې په يوه رېپوټ کې هم دلوړو لګښتونو په هکله کښل شوي، چې د لندن تر کنفرانس درې ورځې مخکې اجراییوي ريیس عبدالله عبدالله دولسمشر غني په ځانګړي حکم له مالیې وزارت څخه ۵۵ میلیون افغانۍ دمعاشونو او دفتري لګښتونو لپاره اېستلې دي. دمالیې وزارت وايي چې عبدالله عبدالله یوازې لس میلیون افغانۍ په معاشونو لګولې او د نورو لګښتونو وجه نشي روښانولی، نو ځکه د ۴۵ ملیونه افغانیو دنه مصرف له وجې باید دغه وزارت ته ۱۲ فیصده جریمه تحویل کړي خو اجرائيه ریاست انکار کړی.
که ولسمشر غني ددغې جریمې دمعاف حکم ورکوي، ناقانونه عمل دی او که اجرائیه رئیس له جریمې تحویلولو انکار وکړي هم له قانونه سرغړاوی دی. یوه سرچینه وايي، اجرائیه ریاست ته بهرنیانو پنځه میلیون ډالر په لومړي سر کې یوازې ددفتري لګښتونو او خریدارۍ لپاره ورکړل، خو د دې علاوه هره میاشت دغه ریاست ته پنځه لکه ډالر ورکول کېږي. Read More at د اجراييوي رياست د څوکۍ
0 Comments:
Post a Comment
<< Home