Tuesday, December 09, 2014

کانګریس ۴۰۰۰ افغان ترجمانانو ته دامریکا وېزې تصویب کړې

ټاکل شوې ده چې دامریکا دمتحدو ایالتونو کانګریس ۴۰۰۰ افغان ترجمانانو ته، چې په افغانستان کې یې دجګړې په لړ کې له امریکايي پوځیانو سره مرسته کړې ده، وېزې تصویب کړي. خو تر دې څو هومره زیات نور افغان ترجمانان به په افغانستان کې پاتې شي. شاوخوا ۱۲ زره افغان ترجمانانو دکانګریس دپروګرام پر اساس دامریکا دوېزو دترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي.

کانګریس دا پروګرام ددې لپاره ترتیب کړی چې له یوې خوا ددغو افغانانو دخدمت مننه وشي او له بلې خوا له خطرناک وضعیت څخه دهغوی له ژغورلو سره مرسته وشي. دکانګریس غړي فکر کوي چې دغو ترجمانانو دسر په بیه له امریکايي پوځیانو سره مرسته کړې او که په افغانستان کې پاتې شي ممکن ژوند یې له خطر سره مخامخ شي. دامریکا دعراقي کډوالو دمرستې دادارې دپالیسۍ رئيسې کتي ریزنر وویل، دامریکايي پوځیانو له وتلو وروسته دترجمانانو پرېښودل ډېره خواشینوونکې ده. اکثره امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي. اوس په افغانستان کې دټولو بهرنیو پوځیانو شمېر شاوخوا پنځلس زرو ته رسېږي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې دهغو یوه برخه ووځي او ټولټال ۱۲ زره پاتې شي. دا دوولس زره به افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

دجګړې په کلونو کې امریکا افغان ترجمانانو ته په سخته دمتحدو ایالتونو وېزه ورکوله. دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په وینا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ يوري یوازې د ۳۷ افغان ترجمانانو وېزې تصویب شوې وې. خو د ۲۰۱۳ په مالي کال کې ۷۰۰ افغان ترجمانانو ته وېزې ورکړای شوې او ۳۵۰۰ نورو ته د ۲۰۱۴ په مالي کال کې وېزې منل شوي دي. دامریکا مالي کال دسپټمبر په ۳۰ مه پای ته رسېږي. دمتحدو ایالتونو دبهرنیو چارو وزارت تر ۲۰۱۶ میلادي کال پوري، چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، د ۸ زره افغان ترجمانانو لپاره دوېزو دتصویب کېدو غوښتنه کړې ده. خو دکانګریس غړي له ۴ زره وېزو سره موافقه ښيي.   تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home