Friday, November 28, 2014

د کامې ځناورو چې سړی وداړي بیا نه جوړيږي -- افغان ځواک

 د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر اوسیدونکي د یوشمېر ماتوونکو ځناورو له زیاتوالی اندېښنه څرګندوي او وايي تر دا مهاله يې د دوی سیمه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وايي له تېرو شاوخوا دوه اونیو راهېسې يې په ولسوالۍ کې لیوه ته ورته سلګونه ځناور پيدا شوي، چې په رڼا ورځ خلک خوري او درملنه يې هم بیا امکان نه لري.

د کامې ولسوالۍ ځاې اوسیدونکي یادو ځناورو انديښمن کړي او وايي چې د کامې په بیلابیلو سیمو کې يې یو شمېر خلک خوړلي دي. دوی وايي تر دامهاله يې په ټوله ولسوالۍ کې شاوخوا پنځلس تنه خوړلي چې په دوی کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نورټپیان دي .

د کامې ولسوالۍ لسګونه ورته اولسي وګړي یاد مشکل ته کړیږي او له مسؤولو چارواکو يې د حل جدي غوښتنه کوي.

د کامې ولسوالۍ کندو کلي اوسیدونکی عبدالخالق وايي څه موده وړاندې يې میرمن لیوه ته ورته ځناور وخوړه، چې په خبره يې د درملنې لپاره يې ګاونډې هیواد پاکستان ته انتقال کړه او بلا اخره هلته يې ساه ورکړه.

هڅه مو وکړه چې په همد ي تړاو د ننګرهار د عامې روغتیا مسؤولینو نظر ترلاسه کړو خو لاس بری نه شو.

کامه په ننګرهار کې یوه هغه کرنیزه ولسوالي ده، چې ډېر خلک يې په کرکیله بوخت دي. 

کتوونکي وايي، د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي سوله خوښونکي دي چي له همدې امله يې امنیت د ټول ننګرهار په کچه ښه اټکل کیږي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home