Tuesday, November 18, 2014

بي بي ګل: دروغتیا دبرخې مرستې په خپله څارم

دهېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل وايي چې له دې وروسته به له افغانستان سره په روغتیايي برخو کې دنړیوالو مرستو څارنه په خپله کوي. دولسمشر اشرف غني مېرمن بي بي ګل دغه څرګندونې داندراګاندي په روغتون کې دماشومانو ددرملنې او مراقبت څانګې دپرانېستې په مراسمو کې چې دعامې روغتیا سرپرسته وزیره ثریا دلیل او دملګرو ملتونو دماشومانو دملاتړ وجهي صندوق چارواکي هم ور سره وو، وکړې.

دغه څلوېښت بستریزه څانګه چې دماشومانو دځانګړې درملنې لپاره جوړه شوې، په پرمختللو طبي وسایلو سمبال ده. له بلې خوا ولسمشر اشرف غني دروغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. که څه هم په هېواد کې دمور او ماشوم دمړینې کچه کمه شوې، خو اوس له هرو لسو ماشومانو څخه یو یې له پنځه کلنۍ څخه مخکې مري

ي بي ګل په یادو مراسمو کې وویل: «تردې وروسته چې په روغتیايي برخه کې زموږ نړیوال دوستان مرسته کوي، زه خپله یې دڅارنې مسوولیت پر غاړه اخلم څو هر افغان ماشوم له غوره روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.» داندراګاندي روغتون دماشومانو څانګه څلوېښت بستره لري چې دناروغو ماشومانو دځانګړې درملنې لپاره جوړ شوی دی.

دعامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل وویل، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې له هرو څلورو ماشومانو یو یې له پنځه کلنۍ مخکې دبېلابېلو ناروغیو لکه نس ناستي، خوارځواکۍ، سینه بغل او نورو ناروغیو له کبله مړه شوي دي. خو دهغې په وینا، اوس په هرو لسو ماشومانو کې یو یې له پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق اجرائیوي مرستیال په یادو مراسمو کې وویل، چې دعامې روغتیا وزارت او یونیسف داندراګاندي روغتون دانستیتیتوت دپراختیا لپاره په ګډه کار کوي، څو نه یوازې افغان ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي بلکې دغه انستیتیوت به دماشومانو دروغتیا په برخه کې دیوه څېړنیز مرکز په توګه فعالیت وکړي.    روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home