Tuesday, November 18, 2014

تاند - په افغانستان کې دترکیې سفیر دناټو ملکي استازی وټاکل شو

ناټو پرون /دوشنبه/ اعلان وکړ چې ددغه تړون سرمنشي ینس ستولتنبرګ یو ترک دیپلومات په افغانستان کې دناټو ملکي استازی وټاکه. اسماعیل اراماز(İsmail Aramaz)، چې په افغانستان کې دناټو نوی ملکي استازی ګومارل شوی، حاضردمه په افغانستان کې دترکیې سفیر دی. نوموړی به دناټو داوسني ملکي استازي موریتس یوخیم ځای ونیسي. دغه هالنډی دیپلومات د۲۰۱۲ کال له اګست څخه په افغانستان کې دناټو دملکي استازي په توګه کار کړی دی.

اراماز له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ پوري دناټو ددایمي استازي دمرستیال په توګه کار کړی او له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۳ پوري یې دایساف یا دنړیوال امنیت ساتونکي مرستندوی ځواک دقومندان دسیاسي سلاکار په حیث کار کړی دی. ده دترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې هم دناټو په ارتباط په مهمو چوکیو کار کړی دی. دناټو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«په داسي حال کې چې ایساف د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې پای ته رسېږي او ناټو دافغان امنیتي ځواکونو دمرستې لپاره دروزنې او مشورې حمایوي ماموریت پیلوي، ناټو تړون او زموږ شریکان به دافغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې شي او زموږ اوږدمهالې اړیکې به نورې هم پیاوړې کړي.»

دترکیې دبهرنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هیواد داراماز دټاکنې وړاندیز وکړ.«داراماز ټاکنه دناټو له لوري په کېدونکو لویو فعالیتونو کې زموږ دمخکښ رول ښکارندوی دی.» اراماز دوهم ترک چارواکی دی چې دا چوکۍ ورسپارل کېږي. په ۲۰۰۳ میلادي کال حکمت چتین دا دنده په غاړه لرله. چتین تر ۲۰۰۶ پوري په افغانستان کې دناټو ملکي استازی و.   Read More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home