Monday, October 06, 2014

ولسمشر کرزي څه ډول افغانستان په میراث پرېښود؟ --- ولسشمر اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ مسولیت د ولسمشر کرزي د ۱۳ کاله حکومت وروسته په غاړه واخیست. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره واک د یوه منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته انتقالېږي چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته. -- حامد کرزی ۱۳ کاله مخکي د ۲۰۰۱ کال د بن د موافقې پر اساس د افغانستان د موقت حکومت او بیا د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. -- هغه په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان په لومړنیوو تاریخي انتخاباتو کې د خلګو په رایه د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو. په ۲۰۰۹ کال کې یې د جمهوري ریاست دویمه دوره انتخابات وروسته له هغه نه وګټل چې مهم سیال یې عبدالله عبدالله د دویم ځلي انتخاباتو څخه تیر شو او د انتخاباتو کمیسون ښاغلی کرزی د هېواد د جمهور رئیس په توګه معرفي کړ. -- د افغانستان اساسي قانون چې د ولسمشر کرزي په دوره کې تصویب شو، حکم کوي چې یو کس د دوه دورو نه زیات نشي کولای چې د افغانستان جمهور رئیس وي او په همدغه دلیل پخواني ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې ګډون ونشو کړای. -- د تیرو ۱۳ کلونو د ستونزو برسیره یوه مسله روښانه ده هغه دا چې د کرزي مخکي افغانستان د اوسني افغانستان سره ډیر توپیر لري--- هغه افغانستان چې د لسیزو جګړو او دربدریوو ځپلی و. -- ښاغلي کرزي نن یو داسي افغانستان په میراث پرېښود چې د ۲۰۰۱ کال د افغانستان سره ډير تفاوت لري او په کې د ژوند پر هر ډګر کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. --- مبصرین د پخواني ولسمشر کرزي د ۱۳ کلنې دورې په هکله بیلابیل نظریات لري. خو پر یوې مسلې باندې ټول سره سلا دي، هغه دا چي افغانستان به پرمختګونه کړي وي خو چارې نورې هم کیدای شوای چې ښې شوي وای او که د فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل شوې وای، نو نتایج به یې د افغانستان د خلګو دپاره مثبت او متفاوت وای. -- په خپله ښاغلي کرزي هم د امریکا غږ سره په یوې وروستۍ مرکې کې دا وویل چې که داسې کیدای چې هر څه د سره پيل شوي وای نو هغه به ډیر تغییرات راوستلي وای. -- هغه وویل "زه به په دې هکله تاسو ته ځواب درنکړم ځکه زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم او باید د خپلو خبرو او احساساتو سره محتاطه اوسم خو که چیري داسي کیدای چې ټول څه د سره پيل شوي وای نو ما به ډير تغییرات راوستي وای. زه به په دې هکله جزیات هغه مهال ورکړم کله چې د هېواد ولسمشر نه یم." -- ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د حکومت د دورې تر ټولو غټ درس او تجربه یې دا وه چې د افغانستان خلګ ډیر زیات باوري خلګ دي او اکثرا پر چا چې باور کوي خیانت ورسره کېږي او د اعتبیار څخه یې ناوړه ګټه اخیستله کېږي. - Read More, http://www.pashtovoa.com/content/karzai-legacy/2466532.html

0 Comments:

Post a Comment

<< Home