Saturday, October 04, 2014

په اسلام کې ځان وژل حرام دي --- د سعودي عربستان مفتي اعظم عبدالعزيز بن عبدالله ال شيخ يوځل په عرفات کې وويل چې ځان مرګي او د نفس قتل په اسلام کې حرام دى له عرفات څخه د باختر آژانس داستول شوې خبريال د خبرله مخې : دسعودي عربستان مفتي اعظم چې د دغه هيواد دعالمانو د شورا رياست هم په غاړه لري پرون به عرفاتو کې په يوه خطبه کې وويل : هغه کسان چې مسلمان وژني خوارج دي او د اسلام له دين څخه وتلي دي . -- ده دغه راز وويل : په اسلام کې ډير خطرناک قتل د نفس وژل دي او هر څوک چې يو مسلمان وژني داسې ويل شوي دي چې د ځمکې پرمخ يې ټول انسانان وژلي دي. -- ده دغه راز وويل : په اسلام کې ډير خطرناک قتل د نفس وژل دي او هر څوک چې يو مسلمان وژني داسې ويل شوي دي چې د ځمکې پرمخ يې ټول انسانان وژلي دي. -- دا يواځې د سعودي عربستان مفتي اعظم نه دي چې ځان مرګې بريد او دنفس وژل حرام اعلام کړ، بلکې پخوا شيخ الازهر،د ديوبند عالمانو، دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په يوه نوى پرمختيا کې دهيواد جهادي شخصيت ،عالم او پوه پروفيسر عبدالرب الرسول سياف په صراحت سره اعلام وکړ چې د اسلام په دين کې د نفس وژل حرام دي او هغه کسان چې مسلمانان وژني ځاى په جهنم کې دي . -- په همدې دليل و چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزى پرون له درنو عالمانو څخه وغوښتل چې د سولې غږ د جوماتونو له منبرونو څخه پورته کړي يعنې ديني عالمان خلک پوه کړى چې ځان مرګي بريد ،چاودنه او دنفس وژل داسلام په دين کې نشته. -- باختر

0 Comments:

Post a Comment

<< Home