Saturday, October 25, 2014

داوسنيو او پخوانيو ولسمشرانو دمېرمنو سياسي فعاليتونه --- دلوړې له مراسمو څو ورځې وروسته، کله چې په ارګ کې يو شمېر مخکښو ښځو له ولسمشر اشرف غني سره وليدل، دوی ولسمشر ته وويل چې دلوړې په مراسمو کې دده له خپلې مېرمنې څخه مننه په دې مانا ده چې جمهور رئيس په هيواد کې دښځو دحقونو ملاتړی دی. -- دجمهور رئيس تر څنګ به ايا لومړۍ مېرمن هم له خپل مقام او زدکړې څخه په استفاده کولو سره دافغانستان په بيارغونه کې مثبته ونډه واخلي؟ --- دروان کال دمارچ په مياشت کې دښځو په نړيواله ورځ مېرمن غني افغانو ښځو ته دلومړي ځل لپاره وينا وکړه. دا دافغانستان په تاريخ کې لومړۍ مېرمن ده چې دخپل خاوند په ولسمشريز کمپاين کې يې فعاله ونډه واخيسته. مېرمن غني د مارچ په اتمه ښځو ته په خپله وينا کې زياته کړه: -- "دافغانستان تر نيمې زيات نفوس ښځې دي. دا څرګنده ده دا اکثريت بايد زموږ دګران هيواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. ښخې ډېر کفايت لري. دوی ډېر لوړ مسووليتونه پر خپلو اږو لري او ددوی فعاليتونه دستاينې وړ دي." --- ولسمشر اشرف غني دلوړې له مراسمو وروسته دخپلې مېرمنې په يادولو سره وويل: -- "زه غواړم له دې موقع څخه په ګټه اخيستلو سره دخپل ژوند له ملګرې څخه زما او دافغانستان دملاتړ لپاره مننه وکړم. دې تل دهیواد دننه دبې ځايه شويو خلکو سره مرسته کړې ده او زه ډاډه يم چې په راتلونکي کې به هم خپل دې کار ته ادامه ورکړي." -- مېرمن غني په ۱۹۶۹ م کال کې په فرانسه کې دسياسي علومو له يوه انسټيټوټ څخه ډیپلومه واخيسته. په ۱۹۷۴م کال کې يې په بېروت کې له امريکايي پوهنتون څخه په سياسي علومو کې ماسټري ترلاسه کړه او په ۱۹۸۳م کال کې يې په نيويارک کې له کولمبيا پوهنتون څخه په ژورناليزم کې دوهمه ماسټري تر لاسه کړه. --- دمېرمن غني دزده کړو کچې، کاري تجربې او صلاحيت ته په پام سره دپخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب الله وايي چې لومړۍ مېرمن دافغانانو لپاره ډېر کار کولی شي: -- "زه شخصاً فکر کوم چې لومړۍ مېرمن کولی شي؛ دافغانستان دټولينې په رغونه کې دپوهنې، هنرونو، سپورټ او موسيقي دملاتړ له لارې ډېر لوی رول لوبولی شي. -- زه فکر کوم افغانان په دې برخو کې ملاتړ ته اړتيا لري او دښځو دځانګړو ستونزو دحل لپاره باید دځوانانو سړو سره کار وشي. زه په دې باور يم چې اوس هم داسې ادارې شته؛ لکه دسرې مياشتې اداره او نورې داسي چې دزېږون پر مهال دمور او کوچني دمړينې دمخنيوي لپاره کار کوي. خو بايد د ښځو لپاره روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی اسانه شي." -- په هيواد کې دفعالانو په وينا، دافغانستان خلک په ځانګړې توګه افغانې ښځې دنوي لومړۍ مېرمنې څخه ډېر توقعات لري. --- داصلاحاتو او ښه حکومتدارۍ په برخه کې دهیواد دولسمشر ځانګړی استازی، احمد ضيا مسعود لور، آمينه مسعود چې مور يې دپخواني ولسمشر برهان الدين رباني لور ده، وايي چې دافغانستان نوې لومړۍ مېرمن دافغان ښځو، په ځانګړې توګه دځوانانو ښځو لپاره چې غواړي دټولنې لپاره کار وکړي؛ يوه ډېره ښه او مهمه بېلګه ثابتېدای شي. آمنه مسعود زياتوي: -- "ښځې ويني چې دافغانستان خلک دلومړې مېرمنې رول او شخصيت مني، دا موږ ټولو ته ښه روحيه راکولی شي." --- دافغانستان ملکې مېرمن ثريا لور شهزادګۍ "هنديه دافغانستان" وايي، مور يې په ډېر سخت وخت کې ډېر ښه کار کاوه او هغه دډېرو کارونو پيلوونکې وه، ځکه چې هغه وخت په افغانستان کې ځيني شيان دلومړي ځل لپاره کېدل. -- "زما مور دپوهنې وزيره وه خو معاش يې نه اخيست او په کابل بيا وروسته کندهار کې دنجونو لپاره لومړی ښوونځی زما مور پرانيست. هغې په افغانستان کې دښځو لپاره ځانګړی لومړی روغتون پرانيست." --- دپخواني ولسمشر حامد کرزي دمېرمنې، زينت کرزۍ په هکله ويل کيږي چې پر دې سربېره چې دطب ډاکټره وه، په خپل مسلک او يا بله برخه کې يې دافغانستان دټولنې دپرمختګ لپاره هيڅ کار ونه کړ. --- په دې هکله چې آيا دپخواني ولسمشر نجيب الله مېرمنې ډاکټر فتانه دهيواد په سياسي او ټولنيز ډګر کې څه ځانګړي فعاليتونه درلودل؛ هيله نجيب الله وايي، که څه هم دلومړۍ مېرمنو دکار او ملاتړ په اړه ډېر څه نه ويل کيږي، په ټوله نړۍ کې لومړۍ مېرمنې د =خپلو مېړونو ملاتړ کوي: -- "دمثال په توګه، کله چې زما پلار ولسمشر و؛ زما مور دهغه لپاره دتوان او قوت سرچينه وه. دا يوه روزونکې وه او کله چې افغانستان له ډېر سخت وخت سره مخا مخ شو او جګړه روانه وه؛ زموږ زړور جنګيالي پوځيان ډېر ټپي کېدل او زما پياد دي زما مور به دهغوی دکورنيو پوښتنې ته تله. خو دا ډېره مهمه ده چې دلومړۍ مېرمنې کار او ملاتړ ومنل شي." --- آمنه ضيا مسعود هم دخپلې انا دکار يادونه کوي او وايي: -- "زما انا ډيرې بشري مرستې کولې. هغې په بدخشان ولايت کې ديتيمانو لپاره يو روزنتون پرانيستی وو. زما له نيکه سره يې دهغه په ډېرو ماموريتونو کې ملګريتوب کاوه او ورته يې سلا مشوره ورکوله. تر يوه بريده چې کولی يې شو فعاليت وکړي؛هغې فعاليت کاوه." --- دافغانستان لومړۍ مېرمنو تل دعادي خلکو مخې ته لږ ځان ښکاره کړی دی، خو دهيلې نجيب الله په وينا، ددې وجه زموږ دوديزه ټولنه ده. خو دا وايي، اوس وخت بدل شوی دی: --- "زما په ياد دي، کله چې زه په هندوستان کې په ښوونځي کې وم او پلار مې دپناه پر مهال دملګرو ملتونو په دفتر کې و؛ هغه ما ته يو ليک رالېږلی و. په ليک کې ده ماته لیکلي وو چې دښځې او نر تر منځ هيڅ توپير نشته او ښځو ته خدای هغومره قابليت ورکړی دی لکه څومره چې يې سړو ته ورکړی دی." -- دا وايي، که څه هم موږ دټولنيز جوړښت احترام کوو، خو په عين حال کې موږ بايد د =نوي نسل لپاره له هيلو ډک راتلونکي ته لاره پرانيزو. -- More, دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home